ولایتي: امریکايي کورنۍ نن د خپلو مشرانو د قمار بیه په نغدو ورکوي
پارس تودی– د اسلامي انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار ټینګار وکړ چې د زمري د ۲۸مې د کودتا د کلیزې په درشل کې سیمهییزې معادلې بدلې شوې دي او نن امریکايي کورنۍ د خپلو مشرانو د قمار بیه په نغدو ورکوي.
د پارس تودی له راپور سره سم، علياکبر ولایتي په ټولنیزو رسنیو کې په خپله شخصي پاڼه کې لیکلي: د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت د ایران په خلاف د اقتصادي بندیزونو په اړه خبرې کوي، ټرمپ پر سمندري محاصرې ویاړي، خو سناتور کورنین د امریکا د خلکو د ژوند د لګښتونو او د بیو د لوړېدو په اړه خبرې کوي.
ولایتي زیاته کړې: د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري د ۲۸مې د کودتا د کلیزې په درشل کې، له ۷۳ کلونو وروسته، یو روښانه حقیقت څرګند شوی؛ سیمهییزې معادلې بدلې شوې دي او نن امریکايي کورنۍ د خپلو مشرانو د قمار بیه په نغدو ورکوي.