سپاه پاسداران: دوه سرغړوونکو نفت‌کشونو له ماین سره په لګېدو چاودنه وکړه او ودرول شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177578-سپاه_پاسداران_دوه_سرغړوونکو_نفت_کشونو_له_ماین_سره_په_لګېدو_چاودنه_وکړه_او_ودرول_شول
پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوه نفت‌کشونه، وروسته له هغې چې د ماینونو په وسیله په نښه شوې سمندري لارې ته ننوتل، چاودنه پرې وشوه او ودرول شول.
(last modified 2026-09-03T01:06:00+00:00 )
Sep 03, 2026 05:35 Asia/Kabul
  •  سپاه پاسداران: دوه سرغړوونکو نفت‌کشونو له ماین سره په لګېدو چاودنه وکړه او ودرول شول

پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوه نفت‌کشونه، وروسته له هغې چې د ماینونو په وسیله په نښه شوې سمندري لارې ته ننوتل، چاودنه پرې وشوه او ودرول شول.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوه نفت‌کشونه، د ماینونو په وسیله د کرل شوې لارې له ننوتلو وروسته، له چاودنې سره مخ او ودرول شول.

په خبرپاڼه کې د ایران له خلکو څخه په خطاب کې ویل شوي:

«د اسلامي ایران اتلو او مقاومو خلکو! ستاسو په ډګر کې درېدل د ملتونو لپاره الهام ګرځېدلي او نړۍ د خلکو د ویښېدو بهیر او د جنایتکارو مستکبرانو لپاره د تنګېدونکي ډګر شاهد ده.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې:

«د امریکا ترهګر پوځ د سه‌شنبې په شپه یو ځل بیا د وېرې اچونې هغه سناریو تکرار کړه چې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې یې په تېرو یرغلونو کې څو ځله کارولې وه؛ یعنې پر واده او د واده پر مراسمو برید، څو د بې‌رحمۍ او سنگدلي ننداره وکړي او د ایران خلک ووېروي.

خو هغوی په دې نه پوهېدل چې نه د ایران ملت داسې ملت دی چې له دغو لوبو ووېرېږي، او نه هم دا د ملتونو د سپکاوي او تسلیمۍ زمانه ده. نړۍ ویښه شوې او دا پېړۍ د ملتونو د ارادې د بریا پېړۍ ده.»

په خبرپاڼه کې د ایران شریفو خلکو ته خبر ورکړل شوی:

«څو ساعته وړاندې، دوه سرغړوونکي نفت‌کشونه، چې د امریکا د پوځ په هڅونه یې خپل عمله ښکته کړې وه او د ناقانونه مسیر د تېرېدو لپاره یې خپل کښتۍ د امریکا د اړوندو کسانو په واک کې ورکړې وې، له ماین سره د لګېدو له امله وچاودېدل او ودرول شول او اوس په اور کې سوځي.»

د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وړاندې د سپاه پاسداران سمندري ځواک د ماین‌اېښودل شوې لارې له تېرېدو څخه د رامنځته کېدونکو خطرونو په اړه خبرداری ورکړی و.

 

همدارنګه ویل شوي چې د هغو سمندري شرکتونو لپاره، چې د قانوني مسیر پر ځای د امریکا په فریب باور کوي او خپلې بېړۍ د دښمن په واک کې ورکوي، اضافي مجازات هم په پام کې نیول شوي دي، چې ډېر ژر به عملي شي.