په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر: د واده په دستورو باندې د امریکا برید جنګي جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177586-په_ملګروملتونو_کښې_د_ایران_سفیر_د_واده_په_دستورو_باندې_د_امریکا_برید_جنګي_جنایت_دی
پارس ټوډې-په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیال او سفیر په جنوب کښې په مرکز ولایت کښې د واده په مراسمو باندې د امریکا جنایتکارانه حمله وغندله او هغه یې د جنګي جنایت مصداق او د نړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله.
(last modified 2026-09-03T23:59:57+00:00 )
Sep 03, 2026 10:48 Asia/Kabul
  • په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر: د واده په دستورو باندې د امریکا برید جنګي جنایت دی

پارس ټوډې-په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیال او سفیر په جنوب کښې په مرکز ولایت کښې د واده په مراسمو باندې د امریکا جنایتکارانه حمله وغندله او هغه یې د جنګي جنایت مصداق او د نړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ مرستیال او سفیر «غلام حسین درزي» پرون د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش او د امنیت شورا مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې وویل:د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په لومړۍ نیته امریکا د ایران په جنوب کښې د څو ښارونو پرضد د تیریو او د پوځي بریدونو یوه بله څپه پیل کړه او د هرمزګان ولایت په سیریک سیمه کښې په «کوهستک» ښار کښې یې په یوه کور په داسې حال کښې چې هلته د واده مراسم روان وو حمله وکړه.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لوړرتبه ډیپلوماټ په دې خبرې سره چې د دغه ناوړه جنایت په پایله کښې د یوه څلور کلن ماشوم په شمول څلور ملکي وګړي شهیدان شول او څه د پاسه اویا نور ژوبل شوي وو ډاګینه کړه:د ایران اسلامي جمهوریت دغه بوږنونکی او له  غمیزې ډک جنایت په کلکه غندي.

هغه وویل د ماشومانو په شمول په ملکي وګړو باندې بریدونه کول او د هغوې وژل د نړیوالو حقوقو د اساسي قواعدو ستره خلاف ورزۍ ده او د جنګي جنایت مصداق دی.

درزي ډاګینه کړه: امریکا او دغه راز هر هغه هیواد یا بل لوری چې په هر ډول د امریکا د دا دول خلاف ورزیو او د غیر قانوني اقداماتو په ترسره کولو کښې مرسته کوي، ملاتړ یې کوي یا ګدون پکښې کوي د ایران خلکو ته د پراخو رسیدلیو تاوانونو په شمول د دا ډول غیر قانوني نړیوالو اقداماتو د درنو پایلو مسوولیت به  پرغاړه ولري.