د ایران د دفاع وزارت سرپرست:د دښمن په اړه مو ګرانبیه اطلاعات ترلاسه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177596-د_ایران_د_دفاع_وزارت_سرپرست_د_دښمن_په_اړه_مو_ګرانبیه_اطلاعات_ترلاسه_کړي_دي
پارس ټوډې- د ایران د دفاع وزارت سرپرست وویل: د هغو ټیکنالوژیکو ظرفیتونو په هکله چې د اپران پرضد له دښمن سره یې مرسته وکړه دقیق او ګرانبیه اطلاعات او شننې په اختیار کښې لرو.
(last modified 2026-09-03T07:45:42+00:00 )
Sep 03, 2026 12:13 Asia/Kabul
  • د ایران د دفاع وزارت سرپرست:د دښمن په اړه مو ګرانبیه اطلاعات ترلاسه کړي دي

پارس ټوډې- د ایران د دفاع وزارت سرپرست وویل: د هغو ټیکنالوژیکو ظرفیتونو په هکله چې د اپران پرضد له دښمن سره یې مرسته وکړه دقیق او ګرانبیه اطلاعات او شننې په اختیار کښې لرو.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکوي د ایران د دفاع وزارت سرپرست «جنرال ابن الرضا» پرون مازیګر د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له لوی قومندان جنرال حاتمي  او نورو لوړرتبه قومندانانو سره په کتنه کښې د پوځ د سپاه پاسداران  او ځمکنیو ځواکونو په شمول د ایران د وسله والو ځواکونو سرشیندنه د ایران د دفاع په تاریخ کښې یوه د سرو زرو پاڼه وبلله او ویې ویل: دغه دفاع او مقاومت به په تاریخ کښې تل پاتې وي.

هغه د ایران پرضد د امریکا د وروستي تپلي جنګ صنعتي او د ټیکنالوژۍ بهیرونو ته په اشارې سره وویل:د جنګ له ډګر څخه غورونه او مطالعې ښودنه کوي دښمن د ټیکنالوژۍ په لوړه سویه د ایران له اسلامي جمهوریت سره نښته وکړه او دغه جنګ د ټیکنالوژۍ له منظره د ایران لپاره مهمې بریاوې او درسونه له ځان سره لرل.

ابن الرضا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په ځايي دفاعي صنعت، ساینس پوهانو، شخصیتونو، ځوانو انجنیرانو او داخلي ظرفیتونو باندې تکیې کولو سره د ټیکنالوژۍ د دغه سویې په مقابل کښې مقاومت وکړ وویل:دغه جنګ وښودله حتی د پراخو بندیزونو او دباو په شرایطو کښې هم کولای شو په ځايي ظرفیتونو او داخلي توان باندې تکیې کولو سره د تر ټولو پرمختللیو ټیکنالوژیو په مقابل کښې ودریږو او بریالي شو.