د پاکستان اهل سنت عالم: د امریکا پالیسۍ په سیمه او نړۍ کې د دې هیواد د انزوا لامل شوي دي
-
د پاکستان په کراچۍ کې د "وینې بعثت" په زړه پورې غونډه
پارس ټوډې - د ایران د شهید رهبر آیت الله العظمی سید علي خامنه اي او د دریمې تحمیلي جګړې د نورو شهیدانو د یاد د لمانځلو او درنښت لپاره د پاکستان په کراچۍ کې د "وینې بعثت" په نوم یوه په زړه پورې غونډه ترسره شوه چې پکې د عالمانو، مفکرانو، زده کونکواو روڼ اندو په شمول د مختلفو پرګنو خلکو پراخ ګډون وکړ.
پارس ټوډی د صداوسیما خبري آژانس په حواله لیکلي چې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر سینیټر راجا ناصر عباس جعفري «د وینې بعثت» نومې دستورو کښې د سیمې روانو بدلونونو ته په اشارې سره، د تل لپاره د غزې، لبنان او ایران خلاف د صهیونیسټي رژيم د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه او په سیمه کښې د امریکې د پوځي شتون د ختمیدو او د هیوادونو ترمینځ د عادلانه اړیکو د ټینګیدو په ضرورت یې ټینګار وکړ.
د پاکستان د مصطفوي امت د بیدارۍ غورځنګ مشر، حجت الاسلام سید جواد نقوي هم په یوه وینا کې د اسلامي نظام په دوام او پراختیا کې د ایران د شهید رهبر مهم رول ته په اشارې سره وویل: حضرت آیت الله خامنه ای هغه لاره بشپړه کړه چې د اسلامي نړۍ نورو عالمانو په حکمت، استقامت او بصیرت سره پیل کړې وه او د اسلامي انقلاب هیڅ لوی ماموریت یې نیمګړی پرې نښوده.
په دوام کې، د پاکستان د ګلګت امامیه ټولنې مشر، حجت الاسلام والمسلمین سید راحت حسین حسیني، د مظلومو ملتونو په ځانګړې توګه په فلسطین کې، سختو شرایطو ته په اشارې سره، امریکا د زیاتره سیمه ایزو ظلمونو، تیریو او بحرانونو اصلي لامل وګڼله او ویې ویل: د امریکا تسلط پاله سیاستونه، نه یوازې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د خپریدو لامل شوي بلکې دا هیواد یې د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د کمزورۍ او غیر فعالۍ په حالت کې هم راوستی دی.
ورته مهال د پاکستان یواهل سنت عالم ډاکټر معراج الهدی صدیقي هم په خپله وینا کې د اسلامي نړۍ په جیوپولیتیک بدلونونو ټینګار وکړ او ویې ویل: په وروستیو کلونو کې د امریکا د مداخلې پالیسۍ په تدریجي ډول په نړۍ کې د واشنګټن د انزوا لامل شوې دي. د دې په اپوټه ایران په نړیوالو معادلو کې د یو مهم، اغیزناک او پریکړه کونکي ځواک په توګه راڅرګند شوی او نن سبا په نړیوال ډګر کې یو ځانګړی مقام لري.