اروپايي ټولنې پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه
په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."
میرمن کالاس په خپله ایکسپاڼه د خپلو څرګندونو یوه ویډیو خپره کړې او وايي چې اروپايي ټولنې تل له دواړو لورو غوښتي چې له حوصلې کار واخلي او د زورزیاتي کچه راټیټه کړي.
میرمن کالاس ویلي: پاکستان حق لري چې د نړیوال قانون سره سم له خپل ځان او ولس څخه دفاع وکړي خو له اوسني وضعیت څخه د وتلو غوره لار خبرې دې نه بمبارد.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د تېر فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
اسلام اباد بیا تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو کابل په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.