د امریکا مخکنی ځانګړی استازی په پاکستان کې د ملي پخلاینې غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176138-د_امریکا_مخکنی_ځانګړی_استازی_په_پاکستان_کې_د_ملي_پخلاینې_غوښتونکی_شو
پارس تودی-د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي چې پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې له اقتصادي او امنیتي پلوه له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.
(last modified 2026-08-05T09:28:29+00:00 )
Aug 05, 2026 13:55 Asia/Kabul
  • د امریکا مخکنی ځانګړی استازی خلیلزاد
    د امریکا مخکنی ځانګړی استازی خلیلزاد

پارس تودی-د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي چې پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې له اقتصادي او امنیتي پلوه له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

خلیلزاد پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د عمران خان د بند له درېیو کلونو وروسته دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا دغه پرېکړه د پاکستان په ګټه وه که په زیان.

د هغه په وینا، که څه هم پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې محدودې لاسته‌راوړنې لرلې، خو اقتصادي وضعیت یې خراب شوی او امنیتي ننګونې یې زیاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان اړیکې له افغانستان او هند سره هم د تېرو درېیو کلونو په پرتله ترینګلې شوې دي او اوسنی وضعیت د پالیسۍ جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.

خلیلزاد د پاکستان د روانو بحرانونو د حل لپاره پر ملي پخلاینې او سیاسي جوړجاړي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دې هېواد د ستونزو د هواري لپاره باید د اختلافونو د کمولو او ګډ تفاهم په لور عملي ګامونه واخیستل شي.