د مکې دفاعی تړون دې د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو لپاره یو ګډ دفاعی پلیټ فارم شي
پارس ټوډې – د پاکستان د سیاسی او دینی چارو یو شمیر کارپوهانو په زغرده په مکې شریفې کې د عربستان ،ترکیې اوپاکستان ترمینځ درې اړخیز دفاعی تړون د اسلامی امت د یووالی او اتحاد په لور یو ګام بللی او وئيلي ئې دي چې باید دغه تړون د اسلامی نړئ او اسلامی هیوادونو لپاره دیووالی او یو موټي کیدا پلیټ فارم شي.
د پاکستان یوه دیني عالم او د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې د حسینی غورځنګ پخوانی مشر حجةالاسلام سید تجمل حسین الحسینی او د دغې صوبې د خیبر ضلعې د اهل سنت یو تکړه مشر او ټولنیز فعال سید ذاکر شاه د تهران ریډیو پښتو خپرونې سره په هینداره پروګرام کې پخپلو څرګندونو کې د مکې دفاعی تړون په هرکلی سره روښانه کړې ده چې دغه شان تړون باید هغه مهال رامینځة شوی وائ چې کابو دوه نیم کاله مخکې د غزې تړانګې په لسګونو زره بې ګناه ماشومان او ښځې په وینو کې لیت پيت کیدلې او د هغوي کورونه په کنډوالو بدلیدل او که څه هم دغه تړون په ځنډ سره لاسلیک شوی چې باید دا د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو د یووالی او اتحاد لپاره په یوه پلیټ فارم بدل شي او د درستې نړئ لپاره یو سبمول وګرځي او د بې څوکه او مظلومو خلکو لپاره د امید یوه څپه او د استعمار او د اسلام د دښمنانو لپاره هم یو ستر ډال وګرځي .
په هینداره پروګرام کې ددغو دوو غوره شخصیّتونو نظرونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.