د مکې له دفاعي تړونه دې د اسلامی امت او د مظلومانو په دفاع کې استفاده وشي(مرکه)
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176724-د_مکې_له_دفاعي_تړونه_دې_د_اسلامی_امت_او_د_مظلومانو_په_دفاع_کې_استفاده_وشي(مرکه)
پارس ټوډې-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او دسیاسی چارو کارپوه  ووئيل،د مکې  دفاعي تړون چې د عربستان،ترکیې او پاکستان ترمینځ لاسلیک شوی ،باید د اسلامی امت او مظلومانو  د مرستې لپاره او د اسلامی امت د حقوقو داحقاق لپاره  وکارول شي.
(last modified 2026-08-17T10:38:46+00:00 )
Aug 17, 2026 14:58 Asia/Kabul

پارس ټوډې-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او دسیاسی چارو کارپوه  ووئيل،د مکې  دفاعي تړون چې د عربستان،ترکیې او پاکستان ترمینځ لاسلیک شوی ،باید د اسلامی امت او مظلومانو  د مرستې لپاره او د اسلامی امت د حقوقو داحقاق لپاره  وکارول شي.

زمونږخبریال راپور راکړ، د پاکستان  یوه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه ډاکټر غیور غالب  د عربستان، ترکیې او پآکستان ترمینځ د مکې دفاعی او امنیتی تړون د اغیزو او پایلو په باب  له تهران ریډیو سره په خصوصي مرکې کې  ووئیل، دغه تړون  د اسلامی نړئ لپاره یو نیک ځيری کیدلی شي، چې که البته   د  حقه حقوقو د احقاق  او د فلسطین او د نورې اسلامی نړئ د مظلومانو د  مرستې چغې ته د لبیک په وئیلو سره  وکارول شي، نو دا به د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو د یووالي او اتحاد او دغه راز د استکبار او استعماري نړئ په تیره بیا د امریکا او وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژيم د ناپاکو نیّتونو دشنډولو او د تیریګرو جنایتونو د مخه نیولو لپاره لومړنی ګام شي.

له ډاکټر غیور غالب سره بشپړ مرکه  دلته ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.