په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ۲۱ وسلوال کسان او ۶ امنیتی ماموران وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177534-په_بلوچستان_کې_د_پاکستان_د_پوځ_په_عملیاتو_کې_۲۱_وسلوال_کسان_او_۶_امنیتی_ماموران_وژل_شوي
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د پاکستان پوځ په بلوچستان صوبې کې د بیلیتون غواړو وسلوالو  سره په نښتې کې  ۲۱  وسلوال کسان وژلي دي او دغه په دغو عملیاتو کې   ۶ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي
(last modified 2026-09-02T02:10:29+00:00 )
Sep 02, 2026 06:37 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کې د پاکستان  د پوځ په عملیاتو کې ۲۱ وسلوال کسان او ۶ امنیتی ماموران وژل شوي

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د پاکستان پوځ په بلوچستان صوبې کې د بیلیتون غواړو وسلوالو  سره په نښتې کې  ۲۱  وسلوال کسان وژلي دي او دغه په دغو عملیاتو کې   ۶ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي

  د پاکستان د پوځ  د آئي ایس پي آر څانګې په اعلامیې کې راغلي دي،  چې په بلوچستان صوبې کې ئې د بیلتون  غواړو عناصرو د ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې د څو عملیاتو پر مهال، چې د کویټې ـ تفتان د سړک د بندولو هڅه هم پکې شامله وه، ۲۱ ترهګر وژل شوي او ۶ امنیتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ عامه اړیکو ادارې بیګا په خبر پاڼې کې وئيلي دي، د بلوچستان صوبې د چاغي، پشین او زیارت په سیمو کې د بیلتون غواړو  ترهګرو بریدونو، او همدارنګه د کویټې ـ تفتان د سړک د بندولو هڅې، د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوې.

په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۱  بلوڅ  بیلتون غواړي بلوه ګر  ترهګر وژل شوي او د کویټې ـ تفتان پر سړک د خلکو او ټرانسپورتي وسایطو د عادي تګ راتګ د مخنیوي د هغوی هڅه شنډه شوې ده.

د پاکستان پوځ  په خبرپاڼې کې راغلي دي ، په دغو عملیاتو کې ۶  امنیتي ځواکونو، چې دوه حکومتي چارواکي هم پکې شامل وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې په بلوچستان صوبې  کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو د دوام خبر ورکوي چې د دې سیمې په ډېرو برخو کې له اوږدې مودې راهیسې د بیلتون غوښتونکو ترهګرو، د نشه‌يي توکو د قاچاقبرو او د انسانانو د قاچاق کوونکو فعالیتونه لیدل کېږي.