د رڼا سرچینې (د قرآني آيتونو د نزول شأن( 167): تقوا، د رښتيني ايمان مېوه)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني یوس ل اوه شپیتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،دغه مطلب د الحُجرات سورې د ۱۴ او ۱۵ آيتونو د نزول د شان په باب ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
دقدمنو دوستانو وائي چې له هجرت څخه څو کاله وروسته، کله چې پېغمبر اکرم(ص) مدينې ته هجرت وکړ، مدينه چې تر هجرت مخکې څو کوچني کلي وو، په يوه آباد او پررونق ښار بدله شوه. هر ځاي د نعمتونو زياتوالی ليدل کېد. چينې له اوبو ډکې وې، وَنو ډېرې میوې او محصولات ورکاول، د ګلاب او رازقي ګلونو خوشبويي هر لور ته خپره شوې وه. د خرما ونې د مېوو له ډېروالی څخه ټيټې شوې وې. د څارويو زېږون زيات شوی و او مالدارو به له بېلابېلو لارو خپل څاروي ښار ته راوستل.
خو په همدې وخت کې د مدينې شاوخوا په دښتو کې اوسیدونکي ځيني قبیلې له سختې وچکالۍ سره مخ شوې وې. د اوبو چينې وچې شوې وې، َونو محصولات نه ورکول، د څارويو زېږون کم شوی و، ناروغۍ زياتې شوې وې او د مړينې کچه لوړه شوې وه. همدې حالت ځينې خلک دې ته اړ کړل چې خپلو نږدې خپلوانو ته له اوښتو زيانونو وروسته مدينې ته مخه کړي، څو له شته امکاناتو ګټه واخلي او له لا نورو زيانونو ځان وژغوري.
د اسلام په سرکینیو وختونو کې یوه لویه قبیله قريش وه. دا قبیله له بېلابېلو پرَګنو جوړه شوې وه، چې يوه څانګه ئې «بني اسد» نومېدله. بني اسد بيا په څو څانګو او کورنيو وېشل شوې وه.
د دوي ډېری کسان په بتپرستۍ، جګړو او ټولنيزو توپيرونو کې ښکېل وو او هر هغه څه ئې ردول چې غوښتل ئې دوي د جاهليت له دودونو لیرې کړي. اسلام دوي ته د توحيد او يو واحد خدای د عبادت بلنه ورکوله، خو هغوي دا له خپلو پخوانيو عقيدو سره په ټکر کې بلله. څو ځله ئې د پېغمبراکرم (ص) پر ضد دسيسې جوړې کړې.
د هجرت په دريم کال کې، د اُحد له جګړې وروسته، کله چې بني اسد د مسلمانانو د ماتې خبر واورېد، د مدينې پر وړاندې ئې د بريد پلان جوړ کړ. خو پېغمبر بزرګوار د دوی له دسیسې خبر شو او هغه ئې شنډه کړه. سره له دې، د بني اسدقبیلې ځينې کسان د جاهليت له فرهنګه ناخوښه شوي وو او اسلام ئې په خوښۍ سره ومانه. که څه هم وروسته ډېری ئې ظاهراً مسلمانان شول، خو د ظاهري اسلام او د زړه له ايمانه داسلام ترمنځ څرګند توپير موجود و.
د بني اسد قبیلې ځينې استازي، چې د وچکالۍ له سختو لارو وروسته مدينې ته رسېدلي وو، غوښتل ئې له الهي رحمت څخه برخه واخلي. دوي ورغلل چې اسلام ومني او ځانونه له مرګه وژغوري، خو لا هم د جاهلّيت غرور په دوي کې پاتې و.
هغوی نه غوښتل خپل اصلي هدف، چې له سختيو تېښته وه، ښکاره کړي. د دې لپاره چې ځانونه د پېغمبراکرم (ص) په وړاندې لوړ وښئي، د نورو قبيلو د اسلام د منلو طريقه ئې ياده کړه او وې ويل: نورې عربي قبيلې تر جګړو وروسته مسلمانې شوې، خو مونږ په خپله خوښه راغلو او اسلام مو ومانه.»
دوي په دې توګه غوښتل ځانګړي امتيازونه ترلاسه کړي او ځانونه د لوړ مقام څښتنن وبریښوي.
په همدې وخت کې د الحجرات سورې ۱۴ آيت نازل شو، چې پکې خداي تعالی وفرمايل:
قالَتِ الْأَعْرابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَ لکِنْ قُولُوا أَسْلَمْنا وَ لَمَّا یَدْخُلِ الْإیمانُ فی قُلُوبِکُمْ وَ إِنْ تُطیعُوا اللَّهَ وَ رَسُولَهُ لا یَلِتْکُمْ مِنْ أَعْمالِکُمْ شَیْئاً إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحیمٌ:
؛صحرا میشته عربان تاسو ته وائي: مونږ ايمان راوړی دی. ووایه: تاسې ايمان نه دی راوړی، بلکې ووايئ: مونږ اسلام راوړی دی، ځکه ايمان لا تر اوسه ستاسو زړونو ته نه دی وارد شوی:::
پېغمبراکرم (ص)هغوي ته روښانه کړه چې ايمان يوازې د ژبې ادعا نه ده، بلکې په زړه کې ځای مومي. هر کله چې زړه د الهي نور لپاره پرانيستل شي او انسان د خداي اطاعت په اخلاص ترسره کړي، نو هماغه وخت رښتينی ايمان پکې پيدا کېږي.
کله چې ایمان ستاسو د زړونو فضا ته واردیږي، نو هماغه وخت به تاسې رښتيني مؤمنان شئ. ایمان د انسان د وجود په ژوَرو کې ځای لري؛ ایمان په زړه کې وي، ایمان په باطن کې وي.
تاسې په ژبه د اسلام اقرار کړی دی، نو کولی شئ ووایئ چې مونږ مسلمانان یو؛ ځکه اسلام راوړل هماغه د شهادتینو په ژبه ویل دي، او په همدې اقرار سره ستاسې ځان او مال خوندي او محترم ګڼل کېږي. خو ایمان د زړه د باورښکارندوي کوي او د ژبني اقرار تر څنګ باید په عمل کې هم د ایمان غوښتنو ته پابند واوسئ.
دوستانو بيا د خدای قدرمن رسول ﷺ د الحجرات سورې ۱۴م آيت تلاوت کړ:
«قالَتِ الْأَعْرابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَ لکِنْ قُولُوا أَسْلَمْنا وَ لَمَّا یَدْخُلِ الْإیمانُ فی قُلُوبِکُمْ وَ إِنْ تُطیعُوا اللَّهَ وَ رَسُولَهُ لا یَلِتْکُمْ مِنْ أَعْمالِکُمْ شَیْئاً إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحیمٌ»
یعنې: صحرا مېشتو عربو وویل: مونږ ایمان راوړی دی. ووایه: تاسې لا ایمان نه دی راوړی، بلکې ووایئ اسلام مو راوړی دی؛ ځکه ایمان لا تر اوسه ستاسو زړونو ته نه دی داخل شوی. او که د خداي او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، نو خداي به ستاسو د عملونو له ثواب څخه هېڅ شی کم نه کړي؛ بېشکه خداي بخښونکی او مهربان دی.
د قرآن ستر مفسر، علامه محمد حسین طباطبایي (رحمه ا...)، د دې آيت په تفسير کې اطاعت داسې خالص او رښتینی اطاعت بولي چې د انسان ظاهر او باطن يو شان وي؛ نه دا چې لکه منافقان، په ظاهر مطيع او په باطن کې سرغړونکی وي.
له ۱۴م آيت وروسته، خداي تعالی د رښتينو مؤمنانو ځانګړنې بيانوي؛ هغه کسان چې د خپل ژوند له تر ټولو خوږو او زړه راښکونکو شيانو، يعنې له مال او ځانه تېرېږي، او د خداي او د هغه د رسول په ایمان کې هېڅ شک او ترديد نه لري.
د حجرات سورې په ۱۵ آيت کې داسې راغلي دي:
«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ یَرْتَابُوا وَ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَ أَنْفُسِهِمْ فِی سَبِیلِ اللَّهِ أُولَئِکَ هُمُ الصَّادِقُونَ»
یعنې: رښتيني مؤمنان هغه کسان دي چې پر خداي او د هغه پر رسول ایمان راوړي، بيا شکمن شوي نه وي، او د خداي په لارې کې ئې له خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد کړی وی؛ همدوي بې شکه رښتيني دي::.
په دې آيت کې د ایمان څو نښې بيان شوې دي. لومړۍ دا چې مؤمن انسان د خداي د امرونو اطاعت کوي. دا ممکنه نه ده چې مونږ پر يو چا باور ولرو، د هغه لوئي او حکمت ومنو، خو هېڅکله ئې خبرې وانهآورو او عمل پرې ونه کړو. دا د بنده او مولا ترمینځ څه ډول اړيکه ده چې هر څه هغه ووائي، مونږ ورته غوږ ونه نيسو او عمل پرې ونه کړو؟
نو د ایمان لومړنۍ نښه دا ده چې انسان د خداي د حکمونو د پلي کولو اندېښنه او هڅه ولري: «وَ إِنْ تُطِیعُوا اللَّهَ وَ رَسُولَهُ». هم د الهي واجباتو او حرامو اطاعت ـ هغه ثابت او همېشني احکام چې خداي تعالی په هر زمان او مکان کې لازم ګرځولي او بايد جدي وګڼل شي ـ او هم هغه لارښوونې چې د رسول ا.... بزرګوار ﷺ د رسالت او هدايت پورې تړاو لري.
بايد دې ټکي ته پام وشي چې قرآن کريم دا معيار، چې د «رښتينو مؤمنانو» او «په دروغو د اسلام دعوه کوونکو» د پېژندلو لپاره بيان کړی، يوازې د «بني اسد» قبيلې پورې محدود نه و او نه دی؛ بلکې دا يو روښانه او څرګند معيار دی د هر دوران او زمان لپاره، څو رښتيني مؤمنان له دروغجنو مدعيانو جلا کړي، او د هغو کسانو د دعوې ارزښت څرګند کړي چې هر ځای د اسلام نغارې غږوي او ځان د رسول ا.... ﷺ غوښتونکی او پلوی ګڼي، خو په عمل کې ئې د ایمان او اسلام هېڅ نښه نه ليدل کېږي.
د تهران د پښتو خپرونې قدرمنو مینه والو او دوستانو د رڼا سرچینې نومې لړۍ د ننني مطلب وخت پای ته رسیږي، په دې هيله چې زمونږ ایمان رښتينی ایمان وي، او د خداي تعالی په لارې کې د ځان او مال له قربانۍ ډډه ونه کړو، تاسو ټول قدرمن دوستان په لوي او پتمن خداي سپارو، بریالي او سوکاله ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************