قرآن د ملتونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ او همغږۍ تر ټولو جامع منشور دی
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i171184-قرآن_د_ملتونو_ترمنځ_د_ډیپلوماسۍ_او_همغږۍ_تر_ټولو_جامع_منشور_دی
د تهران په امام خمینی عیدګاه کې د قرآن د نړیوال نندارتون سره همهاله  د «قرآن کریم، د انساني ټولنو د ډیپلوماسۍ او همغږۍ تر ټولو لوړ منشور» په عنوان سره ، علمي ـ تطبیقي ناسته  د محسن کرمی په وینا ترسره شوه. نوموړی د علمي پلاوي غړی او د  آزاد اسلامی پوهنتون  د نړیوالو چارو عمومي مشر دی.  
(last modified 2026-02-27T22:11:10+00:00 )
Feb 28, 2026 02:38 Asia/Kabul
  • قرآن د ملتونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ او همغږۍ تر ټولو جامع منشور دی

د تهران په امام خمینی عیدګاه کې د قرآن د نړیوال نندارتون سره همهاله  د «قرآن کریم، د انساني ټولنو د ډیپلوماسۍ او همغږۍ تر ټولو لوړ منشور» په عنوان سره ، علمي ـ تطبیقي ناسته  د محسن کرمی په وینا ترسره شوه. نوموړی د علمي پلاوي غړی او د  آزاد اسلامی پوهنتون  د نړیوالو چارو عمومي مشر دی.  

د پوهنتون یو استاد وویل: قرآني ډیپلوماسي د عقیدتي مشترکاتو پر بنسټ، متقابل درناوي او د انسان پر انسان د واکمنۍ د نفې پر اصل ولاړه ده، او  د الهي دینونو د پیروانو ترمنځ د همغږۍ بنسټ  ګرځیدلی شي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړی، د تهران په امام خمینی عیدګاه کې د قرآن د نړیوال نندارتون سره همهاله  د «قرآن کریم، د انساني ټولنو د ډیپلوماسۍ او همغږۍ تر ټولو لوړ منشور» په عنوان سره ، علمي ـ تطبیقي ناسته  د محسن کرمی په وینا ترسره شوه. نوموړی د علمي پلاوي غړی او د  آزاد اسلامی پوهنتون  د نړیوالو چارو عمومي مشر دی.  

کرمي په خپلو خبرو کې د انساني او نړیوالو اړیکو په ډګر کې د قرآن کریم د تمدني ظرفیتونو په تشریح سره ټینګار وکړ: «قرآن کریم یو نړیوال کتاب دی چې د انساني فطرت پر بنسټ ولاړ دی، او پیغام یې نه په کوم قوم، مذهب یا ځانګړې جغرافیې پورې محدود دی، بلکې ټول انسانان مخاطب ګرځوي.

د آزاد اسلامي  پوهنتون د نړیوالو چارو عمومي مشر  زیاته کړه چې قرآن کریم د ژوند او ټولنیز تعامل کتاب دی او له دین څخه تاوتریخجن اخستونونه د قرآن له اصیلو ښوونو سره هېڅ تړاو نه لري، او د افراط‌ پالنې د توجیه لپاره د قرآن وسیله ګرځول د دیني مفاهیمو د ناسم درک پایله ده.»

هغه همدارنګه د اسلامي نړۍ کې د خواخوږۍ د پیاوړتیا اړتیا ته په اشارې سره وویل: «اسلامي هېوادونه د هر ډول اغېزمن نړیوال تعامل څخه وړاندې، د خپل منځي انسجام او همغږۍ د زیاتولو اړتیا لري؛ ځکه چې د قرآن بنسټیز پیغام د ملتونو ترمنځ د یووالي، خبرو اترو او سوله‌ییز ګډ ژوند بلنه ده.»

کرمي په پای کې وویل چې د قرآن کریم پر ښوونو عمل کول یوازې له تلاوت څخه ډېر مهم دي، او هیله ده چې  د قرآني مفاهیمو د سم او عملي درک په دودولو  سره به په نړیواله کچه د خبرو اترو، همغږۍ او سولې د کلتور د پراختیا زمینه لا زیاته برابره شي.

دا ناسته د «قرآن او عترت» د علمي ـ تطبیقي ناستو په لړۍ کې، د څېړونکو، ایرانيو او نړیوالو محصلینو او فرهنګي فعالانو په شتون سره ترسره شوه.