د علماو روایتونه او ویناوې غدیر اختر د ولایت ورځ معرفي کوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د علماو روایتونه او ویناګانې د غدیر اختر د ولایت ورځ او له حضرت امام مهدي علیه السلام سره سره د ژمنې او د تړون او د بیعت نوي کول معرفي کوي.
د ایران د اسلامي انقلاب شهید ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي فرمایل د غدیر اختر یوازې یو تاریخي اختر نه دی؛ بلکې دغه اختر له ولایت او امامت سره د عهد د نوي کولو اختر دی.
هر مسلمان باید په دې ورځ له حضرت امیر المومنین حضرت امام علي علیه السلام او اهل بیت علیهم السلام سره بیعت نوی کړي او ولایت د خپل ژوند سرلوحه وګرځوي.
د خدای ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم فرمايي د «غدیر خم» ورځ زما د امت تر ټولو بره اختر دی. دا هغه ورځ ده چې خدای پاک ج ما ته حکم راکړ خپل ورور «علي بن ابي طالب» زما د امت د بیرغوال په توګه وټاکم چې له ما وروسته خلک د هغه په وسیله هدایت شي.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي د غدیر خم ورځ د خدای ستر اختر دی.د دغه ورځ نوم په اسمان کښې د «عهد او د پیمان ورځ» دی او په کوچني اختر او لوی اختر او جمعو ورځو کښې هماغه د ستورو په مینځ کښې د میاشت په شان دی.
حضرت امام رضا علیه السلام فرمايي هرڅوک چې د غدیر په ورځ یوه مومن ته ډوډۍ ورکړي ، نو د هغه چا په شان دی چې ټولو پیغمبرانو او صدیقینو ته یې ډوډۍ ورکړې ده.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام وفرمائیل په غدیر ورځ د یوه درهم انفاق د یو میلیون درهمو برابر دی.
د ایران ستر مذهبي عالم مرحوم ایت الله بهجت رحمت الله علیه وویل د غدیر ورځ له حضرت امام زمان علیه السلام سره د عهد د نوي کولو ورځ ده؛ هماغه کس چې د علي علیه السلام په ولایت سره به پاڅون وکړي او دنیا به له عدل څخه ډکه کړي.