د رڼا سرچینې (۱۸۵) سوداګري او د جمعې له لمانځه څخه مخنیوی
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i175548-د_رڼا_سرچینې_(۱۸۵)_سوداګري_او_د_جمعې_له_لمانځه_څخه_مخنیوی
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۸۵م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د جمعې د مبارکې سورې له ۹م څخه تر ۱۱م آیت پورې شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2026-07-25T06:58:36+00:00 )
Jul 25, 2026 11:16 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۸۵) سوداګري او د جمعې له لمانځه څخه مخنیوی

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۸۵م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د جمعې د مبارکې سورې له ۹م څخه تر ۱۱م آیت پورې شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.

«ابوعبدالله، مُصعَب بن عُمَیر» له هغو لومړنیو ځوانانو څخه وو چې اسلام یې ومانه. « مُصعَب »، چې په یوې شتمنې کورنۍ کې روزل شوی وو، په پیل کې یې خپل اسلام له خپلې کورنۍ څخه پټاوه، خو ډېر ژر هغوی د هغه د دین په بدلون خبر شول او بندي یې کړ. د هغه بندي کولو هېڅ ګټه ونه کړه، هغه له خپل دین څخه لاس وانه خیست او همدا ټینګښت او استقامت د هغه د آزادۍ لامل شو. « مُصعَب» له هغو کسانو څخه وو چې له «جعفر بن ابي‌طالب» سره حبشې ته هجرت وکړ او په دې سفر کې د جعفر ملګری او سلاکار وو. هغه اسلامي تعالیم، په ځانګړي ډول د قرآن کریم تلاوت، په ځانګړې مینې سره زده کړل او د قرآن له ښوونکو څخه شو.

د بعثت په دولسم کال، د «عقبه اول» له بیعت وروسته، د مدینې یو شمېر نویو مسلمانانو، رسول الله(ص) ته لیک واستاوه او غوښتنه یې وکړه چې یو څوک ورته ولېږي، څو د دین احکام او قرآن ور وښيي. آنحضرت هم « مُصعَب بن عمیر» چې کم عمره ځوان او د قرآن له حافظانو او قاریانو څخه وو، غوره کړ او مدینې ته یې ولېږه.

دغه مؤمن او هوښیار ځوان خپله دنده په ښه ډول ترسره کړه. ډېر وخت تېر نه شو چې د مدینې ډېرو خلکو، په ځانګړي ډول ځوان نسل، د هغه بلنه ومنله او مسلمانان شول، تر دې چې بل کال « مُصعَب بن عمیر» د اوس او خزرج له ۷۰ مسلمانانو سره یوځای، د حج د مراسمو د ادا کولو او همدارنګه د رسول الله(ص) د لیدنې لپاره، له مدینې څخه راووت. هغه، مکې ته له رسېدو وروسته، په پټه د رسول الله(ص) حضور ته ورغی او آنحضرت(ص) ته یې د مدینې د خلکو د اسلام راوړلو خبر ورکړ.  

د رسول الله(ص) له هجرته مخکې، د مدینې نویو مسلمانانو، له یو بل سره سلا وکړه. د دوی یوه تن وویل: یهودیان د شنبې په ورځ راټولېږي او د ګډې لیدنې او خبرو اترو تر څنګ، خپل دیني چارې هم مطرح کوي. عیسویانو هم یکشنبه د خپل راټولېدو ورځ ګرځولې ده.

ښه به وي چې موږ هم یوه ورځ وټاکو، څو راټول شو او د الله ذکر وکړو. ټولو د دې وړاندیز هرکلی وکړ او له شنبې څخه مخکې ورځ چې « یَوْمَ العَرُوبَة» نومېده، د دې موخې لپاره وټاکله. دغه ورځ د جماعت د لمانځه او د خلکو د راټولېدو له امله، «جمعه» ونومول شوه.

لږه موده وروسته، رسول الله(ص) « مُصعَب» ته په یوه لیک کې ولیکل چې په مدینه کې د جمعې لمونځ قائم کړي او خلک دې، دې سیاسي او ټولنیز عبادت ته راوبولي. د رسول الله(ص) د لیک ژباړه داسې ده:

«لکه څنګه چې وینې، یهودیان د شنبې په ورځ ځانونه ښایسته کوي. تاسو هم د جمعې د ورځې د ماسپښین پر مهال، خپلې ښځې او اولادونه راټول کړئ او د دوو رکعتونو لمانځه په ادا کولو سره، الله ته نږدې شئ.»

په دې توګه، په مدینه کې د جمعې لومړنی لمونځ د « مُصعَب» په امامت ادا شو او هغه نه یوازې د اسلام د سیاسي استازي او مبلغ په توګه، بلکې د « جمعې امام» په توګه هم خپلې دندې ته دوام ورکړ.

رسول اکرم(ص) د دوشنبې په ورځ، د ربیع الاول په ۱۲مه، د مدینې په څو کیلومترۍ کې د «قبا» سیمې ته ورسېد. مسلمانان، چې مدینې ته د رسول الله د راتګ په تمه وو، د هغه حضرت هرکلي ته ورغلي وو. رسول الله(ص) همدلته پاتې شو، څو علي(ع) او د هغه ملګري ورسره یوځای شي.

د خدای رسول (ص) قبا کلي ته له رسېدو وروسته، د بتانو د ماتولو امر وکړ. د قبا خلکو هم اطاعت وکړ، بتان یې مات کړل او وروسته یې په اور کې وسوځول. همدارنګه رسول الله(ص) پرېکړه وکړه چې په هغه سیمه کې داسې ودانۍ جوړه کړي چې د مسلمانانو عبادتځای شي؛ یو آرام ځای، د لوړو روحونو او د مسلمانانو د معنوي ځواکونو د راټولېدو لپاره. په دې توګه لومړنی جومات، چې رسول اکرم(ص) او اصحابو پکې د جماعت لمونځ ادا کړ، جوړ شو او د «مسجد قبا» په نوم مشهور شو.

رسول الله(ص)، د جمعې ورځې په سهار د علي(ع) او نورو ملګرو له رسېدو وروسته، د مدینې پر لور روان شو. د هماغې ورځې د ماسپښین پر مهال، د «بني سالم» د قبیلې سیمې ته ورسېد او هلته یې د جمعې لمونځ ادا کړ. دا په اسلام کې لومړنی د جمعې لمونځ وو چې رسول الله(ص) ادا کړ.

یو کال، د مدینې خلک له وچکالۍ او ګرانۍ سره مخ شول. د دې سختۍ او اقتصادي فشار یو لامل، د مالونو او خوراکي توکو کمښت وو. د ښار خلک د سوداګریزو کاروانونو په تمه وو. د جمعې ماسپښین وو او خلک د جمعې لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي وو او د رسول الله(ص) خطبو ته یې غوږ نیوه. په همدې وخت کې د حجاز د ستر سوداګر «دِحْیة کَلْبِيّ» سوداګریز کاروان د ښار میدان ته داخل شو.

هغه د تل په څېر، د خلکو د خبرولو لپاره ډهل (طبل) وواهه او شپېلۍ یې وغږوله. هغه کسانو چې د کاروان د رسېدو او د مالونو او نورو اړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره ورځې شمېرلې، د دې غږ په اورېدو سره د کاروان له راتګه خبر شول او داسې یې فکر وکړ چې که د لمانځه له پایته رسېدو وروسته، د مالونو اخیستو ته ولاړ شي، له کاروانه به پاتې شي او زیان به وویني.

له همدې امله، ډلې ډلې د جمعې د لمانځه له صفونو څخه پورته شول او د رسول الله(ص) له شاوخوا خپاره شول. یوازې ۱۲ سړي او یوه ښځه په جومات کې پاتې شول او نور ټول د سوداګریز کاروان پر لور ورغلل او جومات خالي شو.

د سوداګریز کاروان د رسېدو له امله د جمعې د لمانځه د صفونو پرېښودل به، د مسلمانانو لپاره ډېر سخت تمام شي او دردناک عذاب به پرې نازل شي. لکه څنګه چې رسول الله(ص) وفرمایل: «الله تعالی جومات او د جمعې لمانځه ته ځانګړې پاملرنه لري، او که دا اته کسان هم تللي وای، یقیناً مدینه او اوسېدونکي به یې په عذاب اخته شوي وای او په اور کې به سوځېدلي وای.»

خو الله تعالی په دې پړاو کې یوازې په خبرداري او نصیحت بسنه کوي، او د جمعې د سورت د ۹ تر ۱۱ آیتونو په نازلېدو سره، د جمعې د لمانځه اهمیت مسلمانانو ته یادوي او فرمایي:  

« یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا نُودِیَ لِلصَّلاةِ مِنْ یَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلى ذِکْرِ اللّهِ وَ ذَرُوا الْبَیْعَ ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ / فَإِذا قُضِیَتِ الصَّلاةُ فَانْتَشِرُوا فِی الْأَرْضِ وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ اذْکُرُوا اللّهَ کَثِیراً لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ / وَ إِذا رَأَوْا تِجارَةً أَوْ لَهْواً انْفَضُّوا إِلَیْها وَ تَرَکُوکَ قائِماً قُلْ ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَ مِنَ التِّجارَةِ وَ اللّهُ خَیْرُ الرّازِقِینَ:

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! کله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویل شي، نو د الله د ذکر پر لور بیړه وکړئ او پېر او پلور پرېږدئ، چې دا ستاسو لپاره غوره دي، که پوهېږئ! /  نو کله چې لمونځ پای ته ورسېږي، بیا په ځمکه کې خپاره شئ او د الله له فضل څخه (روزي) وغواړئ، او الله ډېر یاد کړئ، ښایي نېکمرغه او بریالي شئ. /  

او کله چې دا (سُست ایمانه) خلک سوداګري یا کومه لوبه او ساعت تېري وویني، هغې ته ورمات شي او تا په لمانځه کې یوازې پرېږدي؛ ووایه: څه چې د الله په نزد دي ( د آخرت ثواب او ابدي جنت)، ستاسو لپاره د ( نړۍ) له لوبو او سوداګرۍ څخه ډېر غوره دي، او الله تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی.

د جمعې لمونځ، تر هر څه مخکې، یو ستر ګډ عبادت دی، او د عبادتونو هغه عمومي اغېز چې د روح او نفس نرموالی، د ګناهونو له ککړتیاوو څخه د زړه پاکول، او له زړونو څخه د معصیت د زنګ لرې کول دي، له ځانه سره لري. خو له سیاسي  او ټولنیز پلوه، دا یوه ستره اوونیزه غونډه ده، چې د حج له کلنۍ سترې غونډې وروسته، د اسلام تر ټولو لویه غونډه ګڼل کېږي. له همدې امله، له رسول اکرم(ص) څخه په یوه روایت کې نقل شوي دي:

«جمعه؛ د هغو کسانو لپاره حج دی، چې د حج په مراسمو کې د ګډون توان نه لري.»

ژباړه: زماني