ایران د عمل نوښت په لاس کښې اخیستی او د میدان ټاکونکی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو «معاریو» ورځپاڼې په یوې شننې کښې ولیکل، ایران د خپل اټومي توان په ساتلو، د هرمز اوبلارې په کنټرولولو او د مقاومت ډلو په ملاتړ کولو او د اسرائیلو په شمالي جبهې کښې د رول په لوبولو سره د عمل نوښت په لاس کښې اخیستی دی او تر دې شیبې پورې په میدان کښې بریالی دی.
د اسرائیلو د معاریو ورځپاڼې د پوځي مسائیلو خبریال «اوای اشکنازي»په یوې شننه کښې ولیکل په سیمه کښې وروستې بدلونونه ښودنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د دباونو په مقابل کښې کمزوری نه دی شوی بلکې په څو جبهو کښې یې د عمل نوښت په لاس کښې اخیستی دی او په میدان کښې په یوه ټاکونکي لوبغاړی بدل شوی دی.
هغه وویل د هرمز اوبلارې د خلاصولو لپاره د امریکا عملیات په داسې حال کښې پیل شوي چې کابو زر (۱۰۰۰)سمندري کشتیانې د هرمز اوبلارې د کنټرولو لپاره د ایران د اقدام په نتیجه کښې داسې حالت چې د معاریو په وینا د ایران لپاره یو بریالیتوب ګڼل کیږي.
د اسرائیلو دغه خبریال ټینګار وکړ ایران هماغه راز په قدرت سره ولاړ دی او خپل اټومي پروګرام یې ساتلی دی او د خپل توغندي او د هوايي توان د بیارغولو په حال کښې دی؛ داسې موضوع چې تل اویو یې اندیښمن کړی دی.
هغه وویل د ایران قدرت یوازې په فارس خلیج کښې نه دی بلکې د اسرائیلو په شمالي جبهې باندې هم نیغ په نیغه اغیز لري.
دا په داسې حال کښې دي چې د لبنان د حزب الله له احتمالي حملو په اړه اندیښنه سبب شوې ده چې زرګونو پولیس د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «مرون» غره کښې د (لَگ بَعومِر) په نوم د مذهبي مرسامو د ترسره کیدا د مخنیوي لپاره واستول شي.