د متحده عربي امارات اقتصاد د ۲۰۲۶ کال د جګړو له امله له جدي زیانونو سره مخ شوی دی
راپورونه ښيي چې د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د جګړې اغېزو د اماراتو پر مهمو اقتصادي برخو پراخ فشار راوستی دی.
د معلوماتو له مخې، د اماراتو سټاک بازار شاوخوا ۱۲۰ میلیارد ډالر زیان لیدلی، په داسې حال کې چې د ګرځندوی سکتور هم سخت اغېزمن شوی دی.
د منځني ختیځ د ګرځندوی ورځني لګښتونه شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي چې لویه برخه یې اماراتو پورې اړه لري.
په دوبۍ کې د جګړې له پیل وروسته د هوټلونو د نیولو کچه ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې راټیټه شوې، حال دا چې د همدې کال په لومړیو میاشتو کې دا کچه تر ۸۴ سلنې لوړه وه.
همداراز د امارات هوايي شرکت خپلې الوتنې د پخواني پلان په پرتله ۴۰ سلنه کمې کړې دي.
د دوبۍ او ابوظهبي د بورسونو شاخصونه هم په ترتیب سره ۴.۷ او ۳.۳ سلنه راټیټ شوي چې دا د وروستیو کلونو تر ټولو لوی کمښت بلل کېږي.
راپور زیاتوي چې بانکونه، هوايي شرکتونه او د املاکو لوی شرکتونه لکه ایر عربیا، ایمار او الدار تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
د املاکو سکتور چې په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره وده کړې وه، اوس د فشار لاندې دی او پلورونکي خپل ملکیتونه د ۱۲ تر ۱۵ سلنې تخفیف سره بازار ته وړاندې کوي.