اکرم الکعبي: د عراق د مقاومت ډلو وسلې به هیڅکله ونه سپارل شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172628-اکرم_الکعبي_د_عراق_د_مقاومت_ډلو_وسلې_به_هیڅکله_ونه_سپارل_شي
پارس ټوډې- د عراق د «النجباء» غورځنګ مشر «اکرم الکعبي» د امریکا د چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې د مقاومت ډلو د وسلو د موضوع په حساسیت باندې ټینګار سره، د داخلي ډلو لخوا د دغه موضوع د مطرح کیدا د ردولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-05-07T06:59:57+00:00 )
May 07, 2026 11:22 Asia/Kabul
  • اکرم الکعبي: د عراق د مقاومت ډلو وسلې به هیڅکله ونه سپارل شي

پارس ټوډې- د عراق د «النجباء» غورځنګ مشر «اکرم الکعبي» د امریکا د چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې د مقاومت ډلو د وسلو د موضوع په حساسیت باندې ټینګار سره، د داخلي ډلو لخوا د دغه موضوع د مطرح کیدا د ردولو غوښتنه وکړه.

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی، د عراق د النجباء غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي، وویل په تیرو ورځو کښې د «شر او د فساد» د سفارت په توګه د امریکا د سفارت د شارډافیرز لخوا په عراق کښې د اسلامي مقاومت د وسلو په هکله د صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه لمسولو سره ډیرې څرګندونې کړي دي.

هغه زیاته کړه: د خواشینۍ خبره ده چې یو کم شمیر کسان د دنیوي ګټو تر اغیز لاندې ورغلي دي، د  دغو دریځونو لپاره په یوه ټریبیون بدل شوي دي.

اکرم الکعبي په شرعي ، ملي او اخلاقي مسوولیت باندې ټینګار سره له ټولو مقاومت ډلو وغوښتل چې اساسا د دا ډول د موضوع مطرح کول رد کړي.

هغه دغه راز وویل: د دا ډول وینا اوریدل چې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د دریځونو انعکاسول دي په داسې شرایطو کښې چې زمونږ هیواد هماغه راز په نیواک کښې دی د عراق د هوايي حریم خلاف ورزیانې کيږي او زمونږ واکمنۍ د امریکا د پرله پسې او د ښکاره لاسوهنو په نتیجه کښې کمزورې شوې ده د شرم وړ ده.

اکرم الکعبي ډاګینه کړه د مقاومت ډلو وسلې سره کرښه ، د شهیدانو امانت او د عراق د اصیلو قبائیلو د شرافت سرچینه ده.

د هغه په وینا، دغه وسلې د قربانیانو د  کورنیو د کړاو د تسکین او د مومنانو د روحیې د پیاوړتیا لپاره دي او دغو وسلو له داعش ډلې او د هغوې له ملاتړو سره په مقابلې کښې رول لرلی دی.

د عراق د النجباء غورځنګ مشر په پاې کښې ټینګار وکړ دغه وسلې تر هغه وخته چې د مقاومت ځواکونه شته وي ونه سپارل شي او حتی د ضرورت په بڼه کښې به د دغو وسلو د ساتلو لپاره خپل ځانونه هم قربان کړو.