د لبنان پر ضد د جنګ د پراخولو لپاره د اسرائیلو موخې څه دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173710-د_لبنان_پر_ضد_د_جنګ_د_پراخولو_لپاره_د_اسرائیلو_موخې_څه_دي
پارس ټوډې – صهیونیستي رژیم لا هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. په وروستیو  شپو ورځو کې ئې دا ګواښ هم وکړ چې د بیروت په سویلي  سیمې کې  (ضاحیه) به برید وکړي او له خلکو ئې وغوښتل چې له دې سیمې ووځي.مهمه پوښتنه دا ده چې صهیونیسڼي رژیم  ولې د لبنان پر ضد د بحران او جنګ د لا پراخولو هڅه کوي؟
(last modified 2026-06-03T02:01:05+00:00 )
Jun 03, 2026 06:28 Asia/Kabul
  • د لبنان پر ضد د جنګ د پراخولو لپاره د اسرائیلو موخې څه دي؟

پارس ټوډې – صهیونیستي رژیم لا هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. په وروستیو  شپو ورځو کې ئې دا ګواښ هم وکړ چې د بیروت په سویلي  سیمې کې  (ضاحیه) به برید وکړي او له خلکو ئې وغوښتل چې له دې سیمې ووځي.مهمه پوښتنه دا ده چې صهیونیسڼي رژیم  ولې د لبنان پر ضد د بحران او جنګ د لا پراخولو هڅه کوي؟

د صهیونیستي رژیم له لوري د حزب الله پر ضد د جنګ او کړکېچ د زیاتولو یو مهم لامل دا دی چې دغه رژیم حزب الله یوازې د لبنان په چوکاټ کې نه تعریفوي، بلکې هغه د مقاومت د چورلیز په چوکاټ او په بله معنا،د لبنان له پولو هاخوا په یوه پراخ چوکاټ کې ویني. له همدې امله، د صهیونیستي رژیم تصور دا دی چې پر لبنان د پراخو بریدونو په ترسره کولو سره به د مقاومت چورلیزکمزوری کړي.

د صهیونیستي رژیم د جګړې او بحران د پراخولو بل اساسي دلیل د لبنان کورني وضعیت ته ورګرځي. اوس مهال په لبنان کې ځینې واکمن کسان د حزب الله ولسی غورځنګ  د بې وسلې کولو موضوع تعقیبوي او په دې برخې کې د صهیونیسټي رژیم له دریځ سره همغَږي ښکاري. مهمه خبره دا ده چې حتی د لبنان د خلکو د  هغې عامې وژنې پر وړاندې هم، چې د صهیونیسټي رژیم له خوا ترسره کېږي، هېڅ غبرګون نه ښئي.

له همدې امله، تل‌ابیب د لبنان اوسنی سیاسي وضعیت د حزب الله پر ضد د لا سختو ګوزارونو لپاره یو مناسب فرصت ګڼي. صهیونیسټان باور لري چې حزب الله اوس په داسې شرایطو کې دی چې له دغه فرصته ګټه اخیستل کېدلی شي، ځکه د لبنان حکومت هم په دې موضوع کې پر حزب الله د فشار راوړلو هڅه کوي.

د صهیونیستي رژیم له لوري د حزب الله پر ضد د جنګ  او کړکېچ د زیاتولو بل لامل د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات دي. د ایران اسلامي جمهوریت د هر ډول احتمالي هوکړې لپاره یو له مهمو شرطونو څخه په ټولو جبهو، په تیره بیا  په لبنان کې، د جنګ پای ته رسېدل بللي دي.

وحشی او جنایتکار صهیونیسټي رژیم د لبنان پر ضد د خپلو بریدونو په زیاتولو سره هڅه کوي چې د ایران او امریکا پر مذاکراتو اغېز ې وکړي او د دواړو لورو ترمینځ د هوکړې مخه ونیسي. په حقیقت کې، صهیونیستي رژیم تل د ایران او امریکا ترمینځ په خبرو اترو کې د تخریبوونکي عنصر په توګه عمل کړی او اوس هم همدغه رول لوبوي.

بل دلیل دا دی چې صهیونیستي رژیم، د خپل تصور له مخې، غواړي مخکې له دې چې په سیمې کې اوربند ټینګ شي ـ چې د ایران  یوه  مهمه  غوښتنه  ده ـ د لبنان نورې سیمې هم تر خپل نیواک لاندې راولي او له هغو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.

صهیونیستي رژیم د ایران او امریکا ترمینځ د یوې احتمالي هوکړې امکان جدي ګڼي، داسې هوکړه چې کېدای شي په لبنان کې هم د اوربند لامل شي. له همدې امله تل‌ابیب غواړي تر هغې مخکې خپل اعلان شوي اهداف ترلاسه کړي؛ لکه د حزب الله د وسلو له منځه وړل، که څه هم دا هدف ډېر ستونزمن ښکاري.

د دغو ټولو لاملونو مجموعه سبب شوې چې صهیونیستي رژیم په اوسني پړاو کې د لبنان پر ضد د جنګ د لا پراخولو لاره خپله کړي. البته، د ایران  د اسلامي جمهوریت له هغه خبرداري وروسته چې ویلي ئې وو د لبنان پر ضد د بریدونو دوام به د ایران له غبرګون سره مخ شي، د امریکا په دباؤ  تیریګر او جنایتکار صهیونیستي رژیم د بیروت د سویلي سیمې (ضاحیه) پر ضد خپل پلان شوی برید وځنډاوه  او شاتګ ئې وکړ،بلکې لا جوته دا چې د امریکا  سپارښتنې ئې دغه جنګ تر یوه حده کرار  کړی او د یوې بلې شنې اشارې په تمه  دی.