مالیزیا: د صهیونیسټي رژیم له خوا د مسجد الاقصی یهودي کول یو شرموونکی اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173736-مالیزیا_د_صهیونیسټي_رژیم_له_خوا_د_مسجد_الاقصی_یهودي_کول_یو_شرموونکی_اقدام_دی
پارس ټوډې – د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسجد الاقصی د یهودي کولو لپاره د صهیونیسټي رژیم هڅې، یو شرموونکی اقدام او د دې سپېڅلي ځای د حرمت ښکاره سپکاوی دی.
(last modified 2026-06-03T10:41:18+00:00 )
Jun 03, 2026 15:07 Asia/Kabul
  • مالیزیا: د صهیونیسټي رژیم له خوا د مسجد الاقصی یهودي کول یو شرموونکی اقدام دی

پارس ټوډې – د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسجد الاقصی د یهودي کولو لپاره د صهیونیسټي رژیم هڅې، یو شرموونکی اقدام او د دې سپېڅلي ځای د حرمت ښکاره سپکاوی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د اشغالګر رژیم د پولیسو تر ملاتړ لاندې پر مسجد الاقصی د صهیونیسټي افراطیانو یرغل وغانده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افراطي مېشتو صهیونیسټانو دغه کړنې د مسجد الاقصی د کلتوري، تاریخي او اصلي هویت د بدلون لپاره هڅې ګڼل کېږي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټینګار وکړ چې دا ډول اقدامات او چلندونه پاروونکي او د نه منلو وړ دي.

یاد وزارت زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټي رژیم د دښمنانه او پاروونکو کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.