د ایران ګواښوونکی پیغام، واشنګټن دې ته اړ کړ چې په ښکاره توګه د صهیونیستي رژیم د لومړی وزیر سپکاوی وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173740-د_ایران_ګواښوونکی_پیغام_واشنګټن_دې_ته_اړ_کړ_چې_په_ښکاره_توګه_د_صهیونیستي_رژیم_د_لومړی_وزیر_سپکاوی_وکړي
پارس تودی-د نتانیاهو له خوا د لبنان په جنوبي سیمې ضاحیې باندې د برید د امر د صادرېدو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت له سخت غبرګون او ګواښ وروسته، ټرمپ د دې له ویرې چې له ایران سره یو ځل بیا جګړې ته داخل نه شي، د صهیونیست رژیم له لومړي وزیر سره په بیړني تماس کې، په صاحیې باندې د عملیاتو لپاره د نتانیاهو د امر د عملي کېدو مخه ونیوله.
(last modified 2026-06-08T07:59:35+00:00 )
Jun 03, 2026 15:12 Asia/Kabul
  • نتانیاهو
    نتانیاهو

پارس تودی-د نتانیاهو له خوا د لبنان په جنوبي سیمې ضاحیې باندې د برید د امر د صادرېدو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت له سخت غبرګون او ګواښ وروسته، ټرمپ د دې له ویرې چې له ایران سره یو ځل بیا جګړې ته داخل نه شي، د صهیونیست رژیم له لومړي وزیر سره په بیړني تماس کې، په صاحیې باندې د عملیاتو لپاره د نتانیاهو د امر د عملي کېدو مخه ونیوله.

د ټرمپ دغه کار په صهیونیست رژیم کې د پراخو غبرګونونو لامل شوي دي، صهیونیستان یې ناهیلي کړي او ځینو رسنیو دا په ښکاره توګه د ایران له ویرې د امریکا له لورې د اسرائیل رژیم د سپکاوی په معنا بولي. په سیمه ییزو معادلاتو کې په یوه بې ساري صحنه کې، نتانیاهو چې د ضاحیې د برید د امر په صادرولو سره یې غوښتل پر لبنان یرغلونه پراخ او شدید کړي، د ایران له قاطع خبرداري سره مخ شو، ایران په غبرګون کې له امریکا سره د پیغامونو تبادله بنده کړه او په اسرائیلو یې د سختې حملې ګواښ وکړ.  په دې کار سره معادله ژر بدله شوه.

د ایران له ګواښ څخه یوازې څو ساعته وروسته د امریکا ترهګر ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په مستقیم ډول موضوع ته داخل شو او د دې وحشي رژیم لومړي وزیر نتانیاهو یې اړ کړ چې له خپلې پرېکړې څخه شاتګ وکړي؛ دا اقدام د نیواکي فلسطین په دننه کې او په بهرنیو رسنیو کې د نتانیاهو لپاره د یوې درنې دیپلوماټیکې ماتې، سیاسي بې عزتی او همداراز د ایران د پوځي مخنیوونکي ځواک د کارندوالې د نښې په توګه تعبیر شو،.

د مشرق له راپور سره سم، دا موضوع په نیواکي فلسطین او په ځانګړې توګه د ښارګی میشتو تر مینځ د پراخو منفي غبرګونونو لامل شوی چي دلته ځینو ته یې یوه لنډه شان اشاره کوو.

د صهیونیست رژیم د کنسټ غړی رام بن باراک لیکي: مونږ د خپل امنیتي سیاست خپلواکې د لاسه ورکړې ده، په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ټرمپ په ناڅاپه د اوربند اعلان وکړ او اسرائیلي تیارې یې د عملیاتو له دوام څخه راوګرځولې، نتانیاهو څنګه له دې څخه سبق نه اخلي؟

د صهیونیست رژیم ۱۲ خبري چېنل بیا د نتانیاهو او ټرمپ تر مینځ لفظي شخړو ته اشاره کړې ده او په خپلې ویب پاڼې کې لیکلي دي: ټرمپ په خپلو خبرو کې نتانیاهو یې لیونی او ناشکره بللی دی او ورته ویلي دي چي که زما ملاتړ نه وای ته بندي کېدلې او اوس به په محبس کې وای.

ویب پاڼه زیاتوي چي امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي دي چي ټرمپ په خپل تماس کې نتانیاهو یې لیونی بللی دی او ورته ویلي دي چي د هغه په خاطر اوس ټوله دنیا له اسرائیل څخه کرکه کوي، باید سمدستي د لبنان په ضاحیې سیمې باندې د فوځي عملیاتو امر لغوه کړي.

د کنسټ بل استازی ګیلعاد کاریو بیا په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: دې نه مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن ایران او حزب ته الله ویل چي د دې کار یا د هغه کار د تر سره کولو حق نه لرئ. خو اوس ټرمپ د ایران د ګواښ په خاطر نتانیاهو ته وایي، چي د دې کار د تر سره کولو حق نه لرې.

د نتانیاهو د مخالفانو مشر یائیر لاپید هم په یوه لنډه جمله کې ویلي دي: اسرائیل اوس په بشپړه پېیلې هیواد باندې بدل شوی دی.

بل صهیونیست رسندویي فعال هم د یوه کاریکاټور په خپرولو سره ولیکل: اسرائیل دومره ذلیل شوی دی چي اوس هر یو پرې نیوکې کولایشي، نتانیاهو د ټرمپ له خوا په یوه ګوډاګی باندې بدل شوی چي تناو یې د امریکا سره دی، هغه نور خپلواک عمل نه شي کولایشي.

ګادي آیزنکوت، د صهیونیسټ رژیم د پوځ پخوانی لوی درستیز وویل: «هیڅکله په اسرائیل کې داسې لومړی وزیر نه و چې د تسلیمۍ له دې ډول چلند سره، یوه داسې غوښتنه ومني چې په ښکاره غیر منطقي ده. هغه څه چې نن نتانیاهو، حکومت او کابینه یې کوي، د ضعف له امله دي او دا د اسرائیل ګټو ته زیان رسوي.»

سره له دې چې نتانیاهو بیا بیا ادعا کوي چې د نړیوالو نظرونو او لیدلورو پروا نه کوي، په ځانګړي ډول د امریکا له چارواکو څخه خپلواکه چلند لري، خو د بیروت پر وړاندې د برید درولو موضوع بیا ځل دا څرګنده کړه چې د هغه خبرې بې بنسټه دي او هغه له امریکا سره ډېره تړاو او تبعیت لري، په دې ډول نتانیاهو یو ځل بیا مسخره شو او د لبنان د ملاتړ لپاره د ایران له خوا د صادر شوي پوځي ګواښ ځواک او طاقت نړۍ ته معلومداره شو.