پنټاګان په عراق کښې د امریکا د یوه پوځي مړینه تائید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173758-پنټاګان_په_عراق_کښې_د_امریکا_د_یوه_پوځي_مړینه_تائید_کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د جنګ وزارت پینټاګان وویل د عراق په شمال کښې په یوي هوايي اډې کښې یو پوځي وژل شوی دی.
(last modified 2026-06-04T06:42:03+00:00 )
Jun 04, 2026 11:10 Asia/Kabul
  • پنټاګان په عراق کښې د امریکا د یوه پوځي  مړینه تائید کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د جنګ وزارت پینټاګان وویل د عراق په شمال کښې په یوي هوايي اډې کښې یو پوځي وژل شوی دی.

پینټاګان د دغه پوځي هویت «ډوین ای سیبل» شپږویشت کلن اعلان کړی کوم چې د رابینسون ټیکساس وسیدونکی و.

هغه د روان میلادي کال د مي د میاشتې په یودیرشمه نیټه په عراق کښې وژل شوی و.

مخکې «اینټرسیپټ» نشریې ایشوا کړې وه چې پینټاګان د پوځیانو د مړینو د پټ ساتلو په کړچار سره له ایران سره په جنګ کښې د امریکا د مړو او د ژوبلو پوځيانو حقیقي شمیر له ښودلو ډډه کړې ده او د زړو او د نیمګړو شمیرنو په خپرولو سره هڅه کوي د دغه جنګ د وژل شویو کسانو شمیر له خلکو پټ وساتي؛ دا په داسې حال کښې دي چې خبرې سرچینې د امریکا د کابو پینځلسو پوځيانو د وژل کیدا او د څه د پاسه پینځه سوه شلو نورو د ژوبلیدا خبر ورکوي.