د اوربند د موافقې له اعلان سره سره د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو تیري دوام لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د لبنان او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ د اوربند د اجرا لپاره د موافقې له اعلان سره سره د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه هماغه راز دوام لري او په تیرو څو ساعتونو کښې په یوشمیر نورو ملکي وګړو او مرستندویه ځواکونو باندې هم حملې شوي دي.
د اسرائیلو نیواکګر او ظالم رژیم پوځیانو او جنګي الوتکو د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له دوهمې نیټې راهسې تراوسه د لبنان کابو درې نیم زره بې ګناه خلک چې ښځې، ماشومان او بوډاګان پکښې شامل دي شهیدان کړي او زرګونو نور کسان یې ژوبل کړي هم دي.
اسرائیل خپلې ټولې حملې د امریکا او بریتانیا په کاملې غږملتیا او مرستو سره ترسره کوي.
امریکا د اسرائیلو د ټولو حملو او جنایتونو نیغ په نیغه مسووله او ذمه واره ده.