شننه | د امارات او صهیونیست رژیم د وسله ایزو همکاریو اشوا کېدل
-
د اماراتو واکمن محمد بن زاید او د اسرائیل رژیم لومړي وزیر نتانیاهو
پارس تودی- د صهیونسیتي رژیم تر ټولو د وسلو لوی تولیدوونکی شرکت البت سیسټمز څخه اشوا شوي اسناد د دې رژیم او د اماراتو تر مینځ د پټو فوځي همکاریو نوې اړخونه څرګندوي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د هاآرتص ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه اسناد چې د یوې هکري ډلې له خوا خپاره شوي، ښيي چې متحده عربي اماراتو د پرمختللو «هرمس ۹۰۰» بېپیلوټه الوتکو د پېرلو لپاره بېړنۍ غوښتنه کړې ده. امارات غواړي ۶ پرمختللې هرمس ۹۰۰ ډرون الوتکې واخلي او پلان لري چې د بې پیلوټو الوتکو دغه بېړۍ د ۱۵ بشپړو سیسټمونو په چوکاټ کې ۴۵ الوتکو ته پراخه کړي؛ د دې پروژې ارزښت شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالره اټکل شوی دی. همداراز د «یاسمین ۳» په نوم بله پوځي پروژه هم افشا شوې ده چې له مخې یې به یوازې په دریو میاشتو کې په دقیقو بمونو د عادي بمونو د بدلولو لپاره ۶ زره هدایتکوونکي کیټونه تولید شي.
د ستراتېژیکو لاملونو او انګېزو ریښې:
۱- د ۲۰۲۲ کال د برید زوړ ټپ: د دغو بېړنیو غوښتنو د رامنځته کېدو تر ټولو مهم لامل په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په اماراتو باندې برید و. د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷مه د یمن پوځ د ابوظبي پر لور توغندیز او ډرون برید ترسره کړ چې په پایله کې یې درې کسان ووژل شول او د متحده عربي اماراتو د هوايي دفاع په سیستمونو کې یې جدي کمزورۍ څرګندې کړې. د دغه پېښې یوازې دوې میاشتې وروسته، امارات په یوه بېړنیز اقدام کې اسرائیل رژیم ته د «هرمس ۹۰۰» بېپیلوټه الوتکو د پېرلو لپاره خپله غوښتنه وړاندې کړه.
۲. د ابراهیم له تړونونو وروسته امنیتي همغږي: په ۲۰۲۰ کال کې د ابراهیم تړونونو له مخې د متحده عربي اماراتو او اسرائیل رژیم تر مینځ د اړیکو عادي کېدل، د پراخو پوځي همکاریو زمینه برابره کړه. دغه اسناد ښيي چې له ایران سره د وروستۍ مقابلې پر مهال د دواړو لورو پوځي همکاري خپل اوج ته رسېدلې ده، او داسې راپورونه خپاره شوي چې په اماراتو کې د اسرائیل رژیم د «اوسپنیز ګنبد» او نورو هوايي دفاعي سیستمونو د ځای پر ځای کېدو یادونه کوي. د «ګډ دفاعي تدارکاتو صندوق» جوړېدل هم د دې پوځي همکارۍ د ژورتیا لپاره یو بل ګام بلل شوی دی.
۳د پرمختللې ټکنالوژۍ او کورني تولید اړتیا: متحده عربي امارات د داسې بېپیلوټه الوتکو په لټه کې دی چې د « دې هېواد له پولو هاخوا د څارنې، او دې هېواد ته د توغندیو او ډرون الوتکو د توغولو د پېژندلو» وړتیا ولري.
د «هرمس ۹۰۰» ډرون چې د ۹۹۰ پونډه (شاوخوا ۴۵۰ کیلوګرامه) محموله لېږدولی شي او د ځمکې ـ هوا توغندیو د لېږد وړتیا هم لري، د اماراتو دغه اړتیا پوره کوي. سربېره پر دې، اسناد ښيي چې د دې پروژې په چوکاټ کې په اماراتو کې د ځینو پرزو د کورني تولید وړاندیز هم شوی دی. دا د ابوظبي له هغې اوږدمهالې ستراتېژۍ سره همغږي لري چې د کورني دفاعي صنعت د پراختیا لپاره یې غوره کړې ده.
د تړون تخنیکي او پوځي اړخونه
د هرمس ۹۰۰ (کوخاو) بېپیلوټه الوتکې: دغه پرمختللي سیستمونه د استخباراتي معلوماتو راټولولو، یرغلیزو عملیاتو او الکټرونیکي څارنې لپاره طرحه شوي دي. د شپږو ډرون الوتکو لومړنی ارزښت له ملاتړي سیستمونو سره شاوخوا ۱۸۰ میلیونه ډالره اټکل شوی و، چې د امکاناتو له زیاتېدو سره ۲۲۵ میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی. د ۴۵ الوتکو د پراختیا پلان به د دې تړون ارزښت شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي.
د «یاسمین ۳» پروژه: په دریو میاشتو کې د ۶ زره هدایتکوونکو کیټونو تولید، د فوري عملیاتي اړتیا او په اوسنیو امنیتي شرایطو کې د دقیق هدایت کېدونکو مهماتو د غوښتنو زیاتوالې څرګندوي. دغه کیټونه عادي بمونه په هغو وسلو بدلوي چې د GPS یا لیزر له لارې هدایت کېږي.
نورې وسلې: د اماراتو په محرمانه غوښتنو کې د سیګنالونو د کشف او پېژندنې الوتکې، د «سکایسټرایکر» ګرځېدونکي مهمات، د MPR-2000 نفوذي بمونه او د برېښنايي جګړې سیستمونه هم شامل وو.
جیوپولیټیکي او سیمهییزې پایلې
۱- د سیمې په پوځي توازن کې بدلون: اماراتو ته په پراخه پیمانه د اسرائیلي ستراتېژیکو ډرون الوتکو او دقیقو هدایت کېدونکو مهماتو رسېدل، په سیمه کې د ځواک د توازن د بدلون لپاره ترسره کېږي. دغه تړونونه د دې لپاره دي چې امارات د ډرونونو او دقیقو مهماتو په برخه کې د سیمې له تر ټولو سمبالو هیوادونو په کتار کې راولي.
۲- د ایران پر ضد د ستراتېژیک اتحاد پیاوړتیا: د اسرائیلو او اماراتو پوځي همکاري چې د ۲۰۲۲ کال له بریدونو وروسته پیل شوه، د امریکا او صهیونیستي رژیم د ګډو بریدونو پر مهال، چې امارات هم ورسره مل بلل شوی، لا پراخه شوې ده.
په اماراتو کې د صهیونیستي رژیم د هوايي دفاعي سیستمونو ځای پر ځای کېدل، دغه هېواد د ایران پر وړاندې د اسرائیلو د دفاعي شبکې یوه برخه ګرځولې ده. همداراز راپور ورکړل شوی چې اماراتو په پټه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د ایران پر ضد د اقدام غوښتنه کړې ده.
۳- د ایران لپاره امنیتي ننګونې: د اسرائیل د رژیم او اماراتو پوځي همکاري، په ځانګړي ډول د «یاسمین ۳» پروژې او د دقیقو هدایتکوونکو کیټونو د پراخ تولید له امله، د ایران ملي امنیت ته جدي ننګونه بلل کېږي. دغه همکاري په سیمه کې د ایران پر ضد د پوځي ائتلاف د ځنځیر یوه کړۍ ګڼل کیږي.
۴-د عربي یووالي کمزوري کېدل: د یوه عربي هېواد له خوا له صهیونیستي رژیم څخه د پرمختللو وسلو پېر، په عربي اتحاد کې واټن زیاتوي او د سیمې په کچه د اسرائیلو ـ امریکا محور په ګټه تمامېږي.
۵- د سیمهییزو تړونونو لپاره ننګونه: دا همکارۍ کولایشي د سعودي عربستان په څېر هیوادونه له اماراتو سره د وسله ایزو سیالیو ته وهڅوي، یا ریاض دې ته وهڅوي چې د ابراهیم له تړونونو سره یوځای شي؛ چې په پایله کې به د فارس خلیج امنیتي جوړښت بدل کړي.
په ټوله کې، افشا شوي اسناد د اسرائیلي رژیم او اماراتو ترمنځ د پوځي همکاریو په برخه کې د یوه ستراتېژیک بدلون څرګندونه کوي؛ هغه همکاري چې د ایران د ادعا شوي ګډ ګواښ پر محور رامنځته شوې او د سیمې د راتلونکي امنیت لپاره به ژورې پایلې ولري.