اشغالګرو ځواکونو قدس کې د قلندیا کمپ ګڼ کورونه ویجاړ کړي + ویډیو
Aug 06, 2026 12:18 Asia/Kabul
د فلسطیني سرچینو د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوي قدس په قلندیا کمپ کې د سهار له وخته د سلګونو سرتېرو، لسګونو زغروالو موټرو او بلدوزرونو په ځای پر ځای کولو سره د کمپ ټولې لارې تړلې او درانه تجهیزات یې سیمې ته داخل کړي دي.
د قلندیا کمپ د ولسي کمېټې مشر ویلي، په برید کې درې فلسطینیان سخت ټپیان شوي او له ۶۰ ډېر نور د زهري ګازونو د تنفس له امله له تنفسي ستونزو سره مخ شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د فلسطینیانو کورونه ویجاړ کړي، د اوسېدونکو پیسې او سره زر یې غلا کړي او اته کورونه یې پوځي مرکزونو او د پلټنې ځایونو ته اړولي دي.
ټیګونه