انصارالله: سعودي عربستان د یمنیانو د حقونو له بېرته ورکولو پرته بله لار نه لري
Aug 06, 2026 12:35 Asia/Kabul
د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې د یمن پر وړاندې د خپلو «دښمنانه سیاستونو» له دوام څخه ډډه وکړي.
الاسد ویلي، د یمن خلک هوډمن دي چې خپل ټول حقوق بېرته ترلاسه او تحمیلي محاصره ماته کړي، او د دې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړې، د سعودي رژیم سرسختي او غرور به په پای کې د هغه د سقوط لامل شي.
ټیګونه