د اسرائیلي پوځ د درنو تلفاتو تازه شمېرې؛ نږدې ۹ زره سرتېري ټپیان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176198-د_اسرائیلي_پوځ_د_درنو_تلفاتو_تازه_شمېرې_نږدې_۹_زره_سرتېري_ټپیان_شوي
د اسرائیلو «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د جګړې پر مهال شاوخوا ۹ زره اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-08-06T08:25:10+00:00 )
Aug 06, 2026 12:53 Asia/Kabul
  •  د اسرائیلي پوځ د درنو تلفاتو تازه شمېرې؛ نږدې ۹ زره سرتېري ټپیان شوي

د اسرائیلو «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د جګړې پر مهال شاوخوا ۹ زره اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې پوځي خدمت ته د ټپیانو د بېرته ستنېدو منځنۍ کچه ۸۴.۹ سلنه او د ګډون کچه شاوخوا ۷۷ سلنه وه.

د یادونې وړده، چې اسرائیل د خپلو وژل شویو پوځیانو شمېر د رسنیو څخه پټ ساتلی دي.