د ایران او امریکا تفاهم ته د بیرته ستنیدا پر اړتیا د اردن د څلوراړخیزه غونډې ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176206-د_ایران_او_امریکا_تفاهم_ته_د_بیرته_ستنیدا_پر_اړتیا_د_اردن_د_څلوراړخیزه_غونډې_ټینګار
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان، د مصر، د ترکیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن په څلور اړخیزه غونډه کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د تفاهم یادښت ته د ستنیدا او د سیمې د تاوتریخوالو د زیاتیدا د مخنیوي لپاره د ډيپلوماسۍ د لارې د دوام غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-08-06T09:27:40+00:00 )
Aug 06, 2026 13:54 Asia/Kabul
  • د ایران او امریکا تفاهم ته د بیرته ستنیدا پر اړتیا د اردن د څلوراړخیزه غونډې ټینګار

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان، د مصر، د ترکیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن په څلور اړخیزه غونډه کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د تفاهم یادښت ته د ستنیدا او د سیمې د تاوتریخوالو د زیاتیدا د مخنیوي لپاره د ډيپلوماسۍ د لارې د دوام غوښتنه وکړه.

د عربستان، د مصر، د ترکیې او د پاکستان خارجه وزیرانو په خپلې پینځمې څلور اړخیزه غونډې کښې چې له قدس څخه د ملاتړ د وزارتي غونډې په څنګ کښې د اردن په پلازمینې امان کښې وشوه د سیمې په وروستیو بدلونونو باندې غور وکړ او د خبرو او د ډيپلوماسۍ له لارې د تاوتریخوالو د کمولو پرضرورت یې  ټینګار وکړ.

په دغه غونډه کښې ګډون کونکو بهرنیو چارو وزیرانو په تیرې جون میاشتې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا ترمینځ لاسلیک شوي تفاهم یادښت ته بیرته ستنیدل د سیمې د امنیت او د ثبات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله او پایدارې موافقې ته د رسیدا لپاره د هڅو په ملاتړ یې ټینګار وکړ.