یمن: په ایران کې د واده پر مراسمو د امریکا برید بشپړ جنګي جنایت دی
پارس ټوډی – د یمن د بشري حقونو پلاوي د ایران په سوېل کې د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ د واده پر مراسمو د امریکايي ځواکونو برید په کلکه غندلی او دا یې د امریکایانو بشپړ جنګي جنایت بللی دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د تسنیم خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، په ایران کې د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ د واده پر مراسمو د امریکا د برید په اړه د غبرګونونو په دوام کې، د یمن د ملي بشري حقونو پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي:
«په ایران کې د واده پر مراسمو د امریکايي دښمن وحشیانه برید، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، په کلکه غندو.»
د یمن ملي بشري حقونو پلاوي زیاته کړې: «دغه وحشیانه برید یو بشپړ جنګي جنایت او د نړیوال بشردوستانه قانون او د ژنیو د څلورو کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه ده؛ هغه کنوانسیونونه چې پر ملکي اهدافو او خوندي استوګنیزو سیمو برید جرم ګڼي.»
په اعلامیه کې راغلي: «د یمن ملي بشري حقونو پلاوی د امریکا دغه جنایتکارانه تېری په کلکه غندي او د امریکا ترهګر حکومت د بېګناه خلکو د وینې تویولو او د ملکي وګړو ترمنځ د وېرې او وحشت د رامنځته کولو مسؤول ګڼي.»
د یمن ملي بشري حقونو پلاوي د دغه جنایت په اړه د سمدستي او خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې او د عاملینو د محاکمه کولو اونړیوالو محکمو کې د مجازاتو غوښتنه یې کړې ده. دغه بنسټ دا پېښه د بشریت پر ضد جنایت او جنګي جنایت بللی چې د وخت په تېرېدو نه ساقطېږي.
دغه یمني بنسټ ټینګار کړی: «د دغو بېګناه ایراني وګړو وینه به هېڅکله ضایع نه شي او د ټولو هغو کسانو پر تندي به د شرم داغ پاتې شي چې په دغه تېري کې یې ګډون کړی، هغه یې توجیه کړی او یا یې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.»
د یمن ملي بشري حقونو پلاوي په دوام کې د ملتونو پر خپلواکۍ، امنیت او د خپل ځان د دفاع پر حق ټینګار کړی او ویلي یې دي: «په هره پلمه د ملکي وګړو په سیستماتیک ډول په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري.»
دغه پلاوي له نړیوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له شورا غوښتي چې خپل مسؤولیتونه ترسره کړي، د دوهګونو معیارونو سیاست پرېږدي او د دغه تېري د غندلو او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره روښانه اعلامیه خپره کړي.