په لویدیځه غاړه باندې د ښارګي میشتو په برید کښې درې فلسطینیان شهیدان شول/حماس: دغه بریدونه قومي پاکونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177588-په_لویدیځه_غاړه_باندې_د_ښارګي_میشتو_په_برید_کښې_درې_فلسطینیان_شهیدان_شول_حماس_دغه_بریدونه_قومي_پاکونه_ده
پارس ټوډې-په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټ پوځیانو او د ښارګي میشته خلکو له برید وروسته دوه فلسطینیان شهیدان شول.
(last modified 2026-09-03T06:43:00+00:00 )
Sep 03, 2026 11:09 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه باندې د ښارګي میشتو په برید کښې درې فلسطینیان شهیدان شول/حماس: دغه بریدونه قومي پاکونه ده

پارس ټوډې-په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټ پوځیانو او د ښارګي میشته خلکو له برید وروسته دوه فلسطینیان شهیدان شول.

پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د قدس والي وویل په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ لوی درستیز «ایال زامیر» د تیارسۍ له حکم وروسته د اسرائیلو نیواکګرو ځواکونو د نیواکي قدس په شمال کښې په «الرام» ښارګی یرغل وکړ.

د فلسطین د روغتیا وزارت وویل اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو د رام الله په ختیځ کښې په «المغیر» ښارګي کښې یرغل وکړ.

حماس: د اسرائیلي ښارګي میشته کسانو بریدونه په لویدیځې غاړې کښې د قومي پاکونې د سیاست یوه برخه ده.

په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټ ښارګي میشته کسانو د حملو زیاتیدا ته په غبرګونون کښې د فلسطین حماس غورځنګ په یوې خبر پاڼه کښې دغه جنایت له اسرائیلو سره د نورو سیمو د یوځاې کولو او د قومي پاکونې د پلانونو په لړ کښې وبلل او د فلسطین د ملت د عمومي مقاومت کولو غوښتنه یې وکړه.

حماس غورځنګ ټینګار وکړ دغه اقدام د فلسطین د ټاټوبي او د خلکو پرضد د یوه منظم شوي او هدفمن سیاست په چوکاټ کښې ترسره کیږي او د نورو سیمو له اسرائیلو سره د یوځاې کولو د پلانونو د تپلو لپاره د دښمن هڅې په زوره د فلسطینیانو کډوالول، قومي پاکونه شامل دي او د دغو جنایتونو د بندولو لپاره په ټولو سویو جدي او اغیز شیندونکي اقدام او د دغو جنایتونو د عاملانو ځواب ورکولو ته ضرورت لري.