د نجباغورځنګ مشر: له راتلونکې میاشت څخه د امریکا یو پوځي هم په عراق کښې سالم نه پریږدو
پارس ټوډې- د عراق د نجبای غورځنګ مشر ټینګار وکړ مقاومت ډلې په بشپړه چمتووالي سره د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه د پردیو ځواکونو په ایستلو باندې متمرکزې دې او له دغه نیټې وروسته که چیرې د امریکا یو پوځي هم په عراق کښې پاتې وي نو هغه به روغ پرې نه ږدو.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د عراق د الجنبا غورځنګ مشر «اکرم الکعبي» وویل: د امریکا ولسمشر ټرامپ یو توهم لرونکی احمق دی چې په عراق کښې نشي بریالی کیدلای؛ هغه هم وروسته له دې چې په ایران کښې د بریالیتوب لاس ته راوړلو کښې ناکامه او ناتوانه پاتی شو.
الکعبي وویل: که چیرې د امریکا ولسمشر ټرامپ له ایران څخه د ویریدا په خاطر ویریدلی په یخچال کښې وتښتید عراق به هم زر ټرامپ ته سخت ګوزار ورکړي.
د عراق د النجبا غورځنګ مشر په دوام کښې وویل د امریکا ولسمشر ټرامپ باید پوه شي چې مونږ په شوق او کامل چمتووالي سره د روانې سپتمبر میاشتې د دیرشمې نیټې چې له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو ټاکلې نیټه ده نظاره کونکي یوو او په کامل ډول د پوځیانو د ایستلو لپاره له خپلې ژمنې څخه د نیواکګرانو د نه وتلو په بڼه کښې د نیواکګرانو پرضد برخلیک ټاکونکی جنګ پیل کړو.
الکعبي وویل: د امریکا ولسمشر ټرامپ په دروغو ویلو کښې یو حرفه اي کس دی او هغه یوازې په رسندوي او تبلیغاتي بریالیتوبونو پسې ګرځي؛ خو مونږ به هیڅکله ټرامپ ته په رسنیو کښې په ظاهري بڼه دا ډول بریالیتوب ته د رسیدا اجازه ورنکړو.