Jan 19, 2023 16:57 Asia/Kabul
  • د نړۍ تېز ترین انسان یوسین بولټ له بانکي حساب څخه نږدې ۱۳ میلیونه ډالر ورک شوي.

د نړۍ تېز ترین انسان یوسین بولټ له بانکي حساب څخه نږدې ۱۳ میلیونه ډالر ورک شوي.

د نړۍ تیز ترین انسان یوسین بولټ چې درې ځله یې په المپیک سیالیو کې د ګډون پر مهال ۸ د سرو زرو مډالونه ګټلي، له بانکي حساب څخه یې ۱۲ میلیونه او اووه سوه زره امریکایي ډالر ورک شوي او په حساب کې یې یواځې ۱۲ زره ډالر پاتي دي.

هغه د پانګونې په یو شرکت کې ځآنته د سپما په موخه حساب پرانیستی وو، چې د یاد شرکت له لورې تر اوسه په دې اړه مستقیم کوم غبرګون ندی ښودل شوی، خو په یو بیان کې یې ویلي چې موږ خپلو پیریدونکو ته ډاډ ورکوو چې مسئلې به یې وڅېړل شي.

د جمیکا د مالي خدماتو کمیسیون تېره ورځ ویلي چې دوی یوه پلټوونکې ډله ګمارلې او قضیه به په جدي ډول وڅېړل شي.

یوسین بولټ په ۱۰۰ مترو (۹.۵۸ ثانیو) او ۲۰۰ مترۍ (۱۹.۱۹ ثانیو) کې د چټک واټن وهلو نړیوال ریکارډ لري او له همدې امله هغه د نړۍ تر ټولو ګړندی سړی هم بلل کیږي.

 

ټیګونه