د کی ای راهول او اتیا شیټي واده لپاره ټاکل شوې سیمه
Jan 21, 2023 14:16 Asia/Kabul
د کی ای راهول او اتیا شیټي واده د سنیل شیتي په ښکلې بنګله کې ترسره کیږي
د بالیووډ وتلي ستوري سنیل شیټي د لور اتیا شیټي د واده مراسم نن د هند د کرکټ ملي لوبډلې اوپنر کی ایل راهول سره د سنیل شیټي په ښکلې بنګله کې پیلیږي.
دغه جوړه به د جنورۍ په ۲۳ نېټه واده وکړي، چې د بالیووډ په ګډون د کرېکټ د نړۍ ستوري ور بلل شوي دي.
د رآهول او اتیا د واده مراسمو ځای په کنډالا کې د سنیل شیټي آرایشي بنګاله ټاکل شوې، خو د میلمنو لپاره ریډیسن په نوم مشهور هوټل له وړاندې بوک شوی دی.