Jan 23, 2023 15:34 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبډله اعلان کړه

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبډله اعلان کړه

د کرکټ نړیوالې شورا یا ICC د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبډله اعلان کړه چې د انکلستان جوز بټلر غوره کپتان مقرر کړی.

په دې یوولس کسیزه لوبډله کې ویرات کوهلي، سوریا کمار یادیو، ګلین فلپس، سکندر رضا، باردیک پانډیا، سیم کرن، وننندو بسارنګا، جوش لټل، محمد رضوان او حارث رؤف شامل دي.

د کرکټ نړیواله شورا هر کال په بېلا بېلو فارمټونو کې د نړۍ بهترینو لوبغاړو څخه غوره لوبډلې اعلانوي.

 

ټیګونه