د کرکټ نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو د کال غوره لوبډله اعلان کړه
Jan 24, 2023 11:56 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو د کال غوره لوبډله اعلان کړه
د کرکټ نړیوالې شورا یا ICC د شل اوریزو لوبو وروسته د یوه ورځنیو لوبو د کال غوره لوبډله اعلان کړه چې په دې کې هم هیڅ افغان لوبغاړي ته ځآی نه دی ورکړل شوی، خو د پاکستان بابر اعظم یې د لوبډلې کپتان ټاکلی.
د ICC له لوري بابر اعظم کپتان، ټریوس هیډ، شای هوپس، شریاس آییر، ټام لیتم، سکندر رضا، مهدي حسن، الذري جوزف، محمد سراج، ټرینټ بولټ او ادم زمپا د یوه ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې شامل شوي دي.