خطرناک کروکوډایل د ماشوم مړی مور او پلار ته وسپاره
زمونږ خبریال راپور راکړی په انډونیزیا هیواد کښې یوه تمساح یعني کروکوډایل په اوبو کښې د څلور کلن ډوب شوي ماشوم مړی د هغوې مور او پلار ته وروسپاره.
د خطرناک ګڼل کیدونکي تمساح رحم دومره چې خلکو په ټيلي ويژن باندې د هغه ویډیو او فیلم ولید او خلک ډير حیرانه شول.
د رسنیو د راپور پراساس په انډونیزیا کښې په سمندر کښې د څلور کلن ډوبیدونکي ماشوم مور او پلار او ژغورونکي چې کله د ماشوم د مړي په پیدا کول کښې ناکامه شول نو تمساح او کروکوډایل د ماشوم مړی په خپلې ملا باندې کیښودلو سره هغه خپلې مور او پلار ته بیرته ورکړ.
د راپورونو پراساس د انډونیزیا په سمندر کښې د یوه ډیر لوی تمساح یعني کروکوډایل په لیدو سره خلک ډیر ویریدل خو د هغه په ملا باندې د ډوب شوي ماشوم د مړي په لیدو سره خلک ډیر حیرانه شول.
راپورونه زیاتوي کله چې مور او پلار د تمساح له ملا څخه د ماشوم مړی لیري کوي خو تمساح سمدستي بیا اوبو ته ورځي.
رسنیو وویل چې د ماشوم په مړي باندې یو ځای زخم وو او هغه د تمساح د غاښونو و کوم چې د ماشوم د مړي د پورته کولو لپاره هغه په ملا لګولی و.
د انډونیزیا بیلابیلو ټيلي ويژن چینلونو دغه ویډیو خپره کړي ده.
د ویلو ده چې د انډونیزیا دغه څلور کلن ماشوم خپل کور ته نږدې په سمندر کښې په اوبو کښې د لوبو په وخت ډوب شوی و.