Jan 29, 2023 15:54 Asia/Kabul
  • په اصفهان کې په یوه پوځي مرکز ناکامه حمله

غلیمانو په دغو ټولو حملو او ورانکارو عملیاتو کې هڅه کړی ده چی هم په دفاعی او ایټمی صنایعو کې د اسلامي ایران د زیاتیدونکیو پرمختګونو خنډ شی او هم ایران له خپلو دفاعي سیاستونو شاتګ او امتیاز ورکولو ته مجبوره کړي .

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزارت وویل په اصفهان کښې د دفاع وزارت په یوې کارګاهي ټولګې باندې د وړو الوتونکو حمله وشوه چې درې واړه د دغه کمپلکس د دافع هوا له خوا وچاودول شوې.

د اصفهان په یوې دفاعي کارخانې کښې له چاودنې وروسته د ایران دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: دغه ناکامه حمله د سلواغي د اتمې نیټې په ماښام  کابو یوولس نیمې ۲۳:۳۰ بجې وشوه چې په دفاعي تابیاؤ سره په بریالی توګه په شا وتنبوله شوه.

له دی سره سره چی تراوسه د دغې ناکامې حملې زیات جزیات ندي وړاندې شوی خو داسې حملې پخوا هم د ایران د ایټمی او پوځی تاسیساتو په شاوخوا کې شوی دی . غلیمانو په دغو ټولو حملو او ورانکارو عملیاتو کې هڅه کړی ده چی هم په دفاعی او ایټمی صنایعو کې د اسلامي ایران د زیاتیدونکیو پرمختګونو خنډ شی او هم ایران له خپلو دفاعي سیاستونو شاتګ او امتیاز ورکولو ته مجبوره کړي .

په حقیقت کی د امریکا او صیهونیسټ رژیم په شمول دښمنان چی انزوا ته د ایران د ورکش ویلو او دباونو زیاتولو سیاست تعقیبوي ، په وروستیو کلونوکې یې له ترور او وران کارو عملیاتو د ایران د ایټمی او دفاعي پروګرامونو د ځنډن کولو اقدام کړی دی . بمي چاودنې ، سایبری حملې ، د ایران د ایټمی پوهانو او مقاومت قوماندانانو ترور د غلیمانو اقدامات حسابیږي  .

د بیلګې په توګه اینډی پینډنټ ورځپاڼۍ د ایران د ایټمی پوه فخری زاده له ترور کولو وروسته په یوه تحلیل کې ولیکل په ایران کې وروستی ترورونه د اسراییلو او د هغه د لویدیځو متحدانو د اطلاعاتي ټولنې د بی پایه هلوځلو یوه برخه ده .

څرګنده ده له هغوټولو اقداماتو او جنایتونو سره سره چی غلیمانو د ایران په ایټمی او دفاعی توان ګوزار کړولو لپاره کړی دي ، د ایران د ځان بسیا په پروګرامونوکی کوم خنډ ندې رامینځته کړې شوې  او اوس اسلامی ایران دډرونز الوتکو ، د ډیرو زیاتو دقیقو توغندویو او دافع هوا په شان په مختلفو پوځی برخو کې د دنیا له مطرحو هیوادونو بلل کیږي .

په همدې دلیل د ایران دفاع وزارت هم دې ته په اشارې سره چی د ایران شریف ملت ته ډاډ ورکوي چی د قدرت ، اقتدار او امنیت لپاره زمونږ د مرکزونو اقدامات به په جدیت او چټکتیا سره دوام ولرلې شی ، ټینګار کړی دی دغه ړنده اقدامات به د هیواد د پرمختګ د لارې په دوام کې کوم اغیز ونه شیندي .

 

ټیګونه