په جرمني کښې د ایران سفیر: نوی نړیوال نظم د امریکا د سلطه ګرۍ لپاره ځاې نلري
پارس ټوډې – په جرمني کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «د مجید نیلي» د سلطه ګرۍ او د استعمار د پړاو په ختمیدا باندې ټینګار سره وویل نوی نړیوال نظم د عدالت، د متقابل احترام او د تمدنونو د خبرواترو پراساس بڼه خپلوي او په دا ډول نظم کښې د جنګ غوښتنې ، د زور وینې او د « امریکا اول»په شان د شعارونو لپاره هیڅ ځاې نشته.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی په جرمني کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر مجید نیلي د« استعمار د پینځه سوه کلن پړاو د ختمیدا ؛ او د تمدنونو د خبرواترو په لاره کښې» په نړیوال کانفرنس کښې ټینګار وکړ: که څه هم د استعمار پړاو په رسمي ډول پاې ته رسیدلی دی، خو د هغه ترخه اثار او میراث هماغه راز په جوړښتونو ، اړیکو او نړیوالو مناسباتو او اړیکو سیوری غوړولی دی.
هغه زیاته کړه: د دغه حقیقت ښکاره بیلګه د استعمار د عصر د ځینو میراث لرونکو او مدعیانو د جنګ غواړو او لاسوهونکو سیاستونو دوام دی؛ لکه د ایران پرضد د اسرائیلو رژیم او د امریکا پوځي تیري، د امریکا په توغندیو سره د ایران په میناب سیمه کښې د ښوونځي د زده کونکو د وژلو بوږنونکی جنایت او د دغو جنګي جنایتونو په وړاندې د امریکا د ځینو ملاتړو ملګرتیا کول.
مجید نیلي په دې خبرې سره چې دنیا د نوي نظم په لور د حرکت کولو په حال کښې ده ډاګینه کړه: دغه نوی نظم به سلطه ګرۍ او زور ته په نه ویلو او د عدالت ، د متقابل احترام او د خبرو اترو او تمدني او انساني ارزښتونو پراساس نظم ته په هو ویلو ولاړ وي.
هغه ټینګار وکړ: بې شکه په دا ډول نظم کښې به د امریکا لومړۍ په شان د شعارونو او یا د ایران په شان د اصیلو تمدنونو پرضد د ګواښ په شان شعارونه ځاې ونلري.
هغه دغه راز وویل: نړیوال بهیرونه ښودنه کوي چې نوي سیاسي، اقتصادي، کلتوري او عملي قدرتونه د څرګندیدا په حال کښې دي او لویدیځه نړۍ باید خپل ځانونه د دغه واقعیت لپاره چمتو کړي او د هغوې احترام وکړي.