د تهران او واشنګټن تر مینځ هوکړه د نتانیانو لپاره ننګونه رامینځته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173726-د_تهران_او_واشنګټن_تر_مینځ_هوکړه_د_نتانیانو_لپاره_ننګونه_رامینځته_کوي
پارس‌تودی- امریکایي نشریې فورن پالیسۍ په یوه شننه کې ولیکل چي د جنګ د ختمېدو لپاره د ایران او امریکا تر مینځ د هوکړې د وروستي کېدو په صورت کې، د صهیونیست رژیم لومړي وزیر نتانیاهو به په سیاسي ډګر کې له جدي ننګونو سره مخ شي.
(last modified 2026-06-03T10:49:53+00:00 )
Jun 03, 2026 12:55 Asia/Kabul
  • ټرمپ او نتانیاهو
    ټرمپ او نتانیاهو

پارس‌تودی- امریکایي نشریې فورن پالیسۍ په یوه شننه کې ولیکل چي د جنګ د ختمېدو لپاره د ایران او امریکا تر مینځ د هوکړې د وروستي کېدو په صورت کې، د صهیونیست رژیم لومړي وزیر نتانیاهو به په سیاسي ډګر کې له جدي ننګونو سره مخ شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، فورن پالیسۍ په یوه شننه کې ولیکل: که د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره توافق نهايي شي، «بنیامین نتانیاهو» به په سیاسي ډګر کې له جدي ننګونې سره مخ شي؛ داسې وضعیت چې د دې رسنۍ په وینا، نه یوازې د جګړې اعلان شوي اهداف نه عملي کوي، بلکې ممکن د ټاکنو په درشل کې د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر د خپلو سیالانو په وړانډې په لا کمزورې دریځ کې راولي.

په دې یادښت کې راغلي چې د موجودو معلوماتو له مخې، د ایران له اسلامي جمهوریت سره احتمالي هوکړه د نتانیاهو او حتی د هغه داخلي مخالفینو له نظره یو داسي حالت دی چي یو لوری هم په کښې ګټوونکی نه دی؛ ځکه په داسې یوه سناریو کې د ایران د حاکمیت جوړښت پر ځای پاته کېږي او د حکومت د بدلون لپاره هیڅ زمینه نه رامنځته کېږي.

فورن پالیسي په دوام کې لیکلي دي: ایران له جنګ څخه وروسته نه یوازې نسکور نه شو، بلکې له مخکې نه هم زیات منظم شو. همدارنګه د هرمز تنګی بندول لاهم د یوه استراتیژیک اړم په توګه د تهران په واک کې پاتې ده او په عین حال کې د ایران په بنیادي ایټمي تاسیساتو کې د هیڅ ډول محدودیتونه نښه نه لیدل کیږي.

د دې یادښت په دوام کې راغلی دی چي که د تهران او واشنګټن تر مینځ تفاهم لیک وروستی شي، د نښتو بندون په نورو موضوعاتو باندې د لا زیاتو خبرو اترو لپاره زمینه برابروي او په ایران باندې د امریکا او د صهیونیست رژیم د ګډو بریدونو احتمال ورسره کمیږي.

فورن پالیسي لیکي: د هرمز تنګی له پرانیستل کېدو او د امریکا د سمندري محاصرې له ختمېدو وروسته، د مقابل لورې د ګرم ښودلو لپاره به سیالۍ پیل شي.

دغې امریکایي رسنۍ زیاتوي چي ټرمپ به اجازه ور نه کړي چي د اسرائیل رژیم لومړي وزیر نتانیاهو له ایران سره د جنګ د بندون هوکړه ورانه کړي او حتی ممکنه ده په امریکا کې د داخلي نیوکو د مخنیوي لپاره، صهیونیست رژیم د ځینو ستونزو او شخړو د مسئول په توګه معرفي کړي.