اسرائیلو ته د امریکا د مرستو په بندېدو سره سمدستي سیمه کې سوله راځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173730-اسرائیلو_ته_د_امریکا_د_مرستو_په_بندېدو_سره_سمدستي_سیمه_کې_سوله_راځي
پارس تودی- د امریکا د جمهوري پال ګوند استازی په یوه پیغام کې له صهیونیست رژیم سره د امریکا په مرستو باندې په نیوکې سره، ټینګار وکړ چي د دغو مرستو په بندېدو سره، په سیمه کې به سمدستي سوله واکمنه شي.
(last modified 2026-06-03T10:49:11+00:00 )
Jun 03, 2026 13:14 Asia/Kabul
  •  اسرائیلو ته د امریکا د مرستو په بندېدو سره سمدستي سیمه کې سوله راځي

پارس تودی- د امریکا د جمهوري پال ګوند استازی په یوه پیغام کې له صهیونیست رژیم سره د امریکا په مرستو باندې په نیوکې سره، ټینګار وکړ چي د دغو مرستو په بندېدو سره، په سیمه کې به سمدستي سوله واکمنه شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د امریکا په کنګرس کې د کنتاکی د ایالت جمهوري پال استازی توماس میسی، د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په خپل اکاونټ کې دې ته په اشارې سره چي په لبنان باندې د صهیونیست رژیم بریدونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د دې رژیم لومړي وزیر نتانیاهو تر مینځ د لفظي شخړو لامل شوی دی، ولیکل: دا ټوله تشې خبرې دي.

هغه زیاته کړه: که یوازې د یوې میاشتې لپاره په اسرائیل رژیم باندې مرستې بندې کړئ، هغوی به هم په خپلو ګاونډیانو باندې بمبار بند کړي.

د امریکا د کنګرس دغه جمهوري پال استازی په دوام کې د دې په بیانولوس ره چي دا به په سیمه کې د سمدستي سولې لامل شي، ټینګار وکړ: په دې توګه د هرمز تنګی به هم خلاص شي او د تېلو بیه په هر یو ګالن کې دوه ډالر راکښته شي.

میسي په پای کې جوته کړه: اسرائیل رژیم، د امریکا د خلګو له مالیاتو څخه، له ټولو نه زیاته مرسته تر لاسه کوي.