د امریکا ولسي جرګې د ایران پرضد د جنګ پریکړه لیک تصویب کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس بالاخره د ایران پرضد د جنګ د بندولو او د جګړې د ختمولو لپاره د جنګي اختیاراتو پریکړه لیک د دوه سوه اتو مخالفو رایو په مقابل کښې په دوه سوه پینځلسو موافقو رایو سره تصویب کړ.
د امریکا کانګرس د ولسمشر ټرامپ د جنګي اختیاراتو په اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې هدف یې د ایران پرضد د واشنګټن د پوځي بریدونو بندول دي.
په دغو رایو اچولو کښې د ریپبلیکن ګوند یوشمیر غړي هم له ډیموکراټ ګوند سره یوځاې شول چې د ایران پرضد درې میاشتنی جنګ پاې ته ورسوي کوم چې د امریکا په داخل او خارج کښې سیاسي فضا ګډه وډې کړې ده.
د امریکا د کانګرس مشر «مایک جانسون» هڅه کړې وه چې د دا ډول نتیجې د بڼه د خپلیدا خنډ شي؛ داسې پایله چې په امریکا کښې له جنګ سره د مخالفت د زیاتیدا ښودنه کوي.
د ایران پرضد د جنګ په اوږدیدا او د جنګ د ختمولو لپاره په چټک ډول حل لارې ته د رسیدا لپاره ستونزې په امریکا کښې د خلکو خپګانونه زیات کړي دي.