مېټا د ایران پر ضد جګړه کې له صهیونیستي رژیم سره همکاري کړې
پارس ټوډی – امریکايي رسنۍ «اینټرسپټ» د اسنادو په افشا کولو سره ویلي چې د «مېټا» شرکت د اسرائیلو په غوښتنه د ایران جګړې اړوند ځینې مطالب له فېسبوک او انسټاګرام څخه لرې کړي دي.
پارس ټودی د صد او سیما خبري اژانس له قوله لیکلي: د «اینټرسپټ» له لوري خپاره شوي اسناد ښيي چې صهیونیستي رژیم د ایران پر ضد د جګړې پر مهال له مېټا شرکت څخه غوښتي وو چې په فېسبوک او انسټاګرام کې لسګونه مطالب حذف کړي.
د راپور له مخې، د اسرائیلو غوښتنو کې د ایران پلوي پوسټونه، د اسرائیلو ضد مطالب، د ایران د توغندیزو بریدونو د اغېزو انځورونه او ویډیوګانې او همدارنګه هغه حسابونه شامل وو چې پوځي شننې یې خپرولې.
اسناد ښيي چې مېټا له دغو غوښتنو څخه له یوې برخې سره موافقه کړې او یو شمېر یاد مطالب یې حذف کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د مېټا یو مدیر، چې مخکې یې له بنیامین نتانیاهو سره همکاري کړې وه، د صهیونیستي رژیم او مېټا ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د فېسبوک او انسټاګرام له پلاتفورمونو څخه د مطالبو د حذفولو غوښتنې یې تعقیبولې.
«اینټرسپټ» د حذف شوو مطالبو د دقیق شمېر او یا هم د مېټا د رسمي غبرګون په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.