د امریکا د کانګرس غړی:
له دې مخکې چې ایران نور هم پیاوړی شي، ښه ده جګړه پرېږدو
Aug 01, 2026 14:51 Asia/Kabul
-
د امریکا د کنګرس جمهوری پال استازی توماس مسي
پارس ټوډې– د امریکا د کانګرس غړي توماس مسي په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا مشرانو ته سپارښتنه کړې چې له دې مخکې چې د ایران دریځ نور هم پیاوړی شي، له جګړې ووځي.
د پارس تودی له راپور سره سم، مسي په خپل رسمي حساب کې لیکلي:
«ایران انتظار باسي چې لږ تر لږه درې نورې پاڼې ښکاره شي، بیا به پرېکړه وکړي چې لوبه څنګه پر مخ یوسي:
ایا امریکا به خپل د نفتو ستراتیژیکې زېرمې له لاسه ورکړي؟
ایا په سیمه کې د توغندیز دفاعي سیستمونو وړتیا به خپل وروستي حد ته ورسېږي؟
ایا جمهوري غوښتونکي به په کانګرس کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي؟
غوره ده چې تر دې مخکې چې له دغو پاڼو څخه یوه هم ښکاره شي، له دې لوبې ووځو.»
ټیګونه