نیویارک ټایمز؛تهران د ګواښونو پر وړاندې شاتګ ونه کړ، واشنګټن په شا شو
پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د ایران پر ضد په جنګ کې خپلو موخو ته د امریکا د نه رسېدو په اړه لیکلي دي؛ تهران د واشنګټن د پوځي ګواښونو پر وړاندې پر خپلو دریځونو ټینګ پاتې شوی، او په ورته وخت کې د شخړې د سیمهییزو پایلو په اړه اندېښنو د امریکا پر پرېکړو اغېزې کړي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، نیویارک ټایمز لیکلي:کله چې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر تهران له پوځي برید څخه په شا شو، په عملي ډول ئې وښودله ،دا ایران نه دی چې له جنګه وېره لري، بلکې ټرمپ له جنګه وېرېږي. تهران، د خپلو سیمهییزو متحدانو په مټ، د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمو تاسیساتو او سټراټیژیکو سمندري لارو د ګواښلو خپل توان څرګند کړی دی.
د نړیوال بحران ډلې د ایران د پروژې مشر، علي واعظ، په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو د جولائی د ۱۷ نیټې برید د وروستیو تحولاتو «د بدلون مهم ټکی» وباله او و ې ویل:دغه برید وښودله چې د ایران توغندوي زېرمې لا هم د پام وړ وړتیا لري، او د تهران استخباراتي ظرفیت تر هغه ډېر لوړ دی چې مخکې اټکل کېد.
د واعظ په وینا، د ایران عمومي سټراټیژي دا وه چې امریکا ته دا پیغام ورسوي: که د تاوتریخوالي نوی پړاو پیل شي، د ایران غبرګون به ډېر پراخ او ویجاړوونکی وي، او پایلې به ئې نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد هم اغېزمن کړي.
نیویارک ټایمز په دوام کې، د امریکا د مهماتو د زېرمو د کمېدو په اړه، د دغه هېواد د پوځي چارواکو هغو خبرداریو ته اشاره کړې چې د وسلو، په تیره بیا د پیټریات دفاعي توغندوي سیستمونو د کمښت په اړه ئې ورکړي دي؛ داسې کمښت چې ښائي په راتلونکو شخړو کې د امریکا د ګډون وړتیا اغېزمنه کړي.
په راپور کې همداراز راغلي چې ټرمپ هېڅکله د ایران د اسلامي جمهوریت د انګېزو بشپړ درک نه درلود، او تل ئې دا حقیقت له پامه غورځولی چې ایران د دباؤ او ګواښ پر وړاندې شاتګ نه کوي.