ټرامپ د امریکا د ایشوا کونکو خبریالانو د اوږدې مودې بندي کولو خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176170-ټرامپ_د_امریکا_د_ایشوا_کونکو_خبریالانو_د_اوږدې_مودې_بندي_کولو_خبر_ورکړ
مهر خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د امریکا سرزوری او دروغجن ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې د واشنګټن د وسلو او د توغندیو د کمښت په اړه د امریکا د رسنیو له ایشوا کونو غصه دی وویل د دغو خائنانه څرګندونو لپاره د اوږې مودې زنداني کیدل اعمالوي.
(last modified 2026-08-06T12:52:02+00:00 )
Aug 06, 2026 11:27 Asia/Kabul
  • ټرامپ د امریکا د ایشوا کونکو خبریالانو د اوږدې مودې بندي کولو خبر ورکړ

مهر خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د امریکا سرزوری او دروغجن ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې د واشنګټن د وسلو او د توغندیو د کمښت په اړه د امریکا د رسنیو له ایشوا کونو غصه دی وویل د دغو خائنانه څرګندونو لپاره د اوږې مودې زنداني کیدل اعمالوي.

ټرامپ په خپلو نویو څرګندونو کښې ادعا وکړه چې امریکا د مهماتو په تیره بیا د خاصو وسلو سترې زیرمې لري.

د امریکا د ولسمشر ټرامپ دغه څرګندونې د واشنګټن د ځینو مشهورو رسنیو ایشوا کونو ته په غبرګون کښې شوي دي کومو چې له ایران سره د جنګ په دلیل د امریکا د ځینو یرغلیزو توغندیو د کمښت او نشتون خبر ورکړی او د وسلو دغه کمښت یې یو امنیتي بحران بللی دی.

ټرامپ د تاډ او د پاټریاټ توغندیو په شمول د  امریکا د ډیرو توغندیو د تولید لپاره د ضرورت وړ وخت ته له اشارې کولو پرته ادعا وکړه د امریکا ډیر مهمات تولید شوي او د ضرورت پراساس امریکا اته استول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د بیان د ازادۍ په اصل باندې سترګو پټولو سره وویل واشنګټن حاضردمه د هغو ایشوا کونکو چې خائنانه خبرې خپروي تعقیبول پیل کړي دي او هڅه به وکړو چې د دغو کسانو لپاره د اوږدې مودې زنداني کیدل اعمال کړو.

د امریکا سي بي ایس  نیوز ټیلي ويژن څه موده مخکې د دوو خبرو سرچینو په قول راپور ورکړی و چې امریکا له ایران سره د جنګ په وخت د خپلو دقیقو لرواټونو توغندیو ټولې نړیوالې زیرمې او په تیره بیا ټول  اټکمز توغندي مصرف کړي دي.