ټرمپ: د افشا کوونکو امریکايي خبریالانو لپاره به اوږدمهاله بند سزاوې ولګول شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176174-ټرمپ_د_افشا_کوونکو_امریکايي_خبریالانو_لپاره_به_اوږدمهاله_بند_سزاوې_ولګول_شي
پارس ټوډی – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دغه هېواد د وسلو او توغندیو د کمښت په اړه د امریکايي رسنیو له افشاګریو څخه په غوسه شوی، اعلان کړی چې د دغو خاینانه څرګندونو لپاره به اوږدمهاله بند سزاوې ولګول شي.
(last modified 2026-08-06T07:30:56+00:00 )
Aug 06, 2026 11:53 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو په منځ کې
    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو په منځ کې

پارس ټوډی – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دغه هېواد د وسلو او توغندیو د کمښت په اړه د امریکايي رسنیو له افشاګریو څخه په غوسه شوی، اعلان کړی چې د دغو خاینانه څرګندونو لپاره به اوږدمهاله بند سزاوې ولګول شي.

د مهر خبري اژانس په حواله پارس ټوډی راپور ورکړی، ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې متحده ایالات د مهماتو، په ځانګړي ډول د مهماتو د ځینو ځانګړو ډولونو، سترې زېرمې لري.

د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د ځینو مشهورو رسنیو د هغو افشاګریو په غبرګون کې شوې دي چې راپور یې ورکړی و، د ایران پر وړاندې د جګړې له امله د امریکا په وسلوال ځواک کې د ځینو برید کوونکو او دفاعي توغندیو کمښت یا نشتوالی رامنځته شوی او دا وضعیت یې یوه امنیتي بحران بللی دی.

ټرمپ، د امریکا د ډېرو توغندیو، په ځانګړي ډول د «ټاډ» (THAAD) او «پېټریوټ» (Patriot) دفاعي توغندیو د تولید لپاره د اړتیا وړ وخت ته له اشارې پرته، ادعا کړې چې د مهماتو ډېرې اندازې تولید شوې او د اړتیا له مخې امریکا ته لېږدول شوې دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې دفاعي شرکتونه هڅه کوي، د دغه هېواد په تاریخ کې د فابریکو او تولیدي تأسیساتو تر ټولو لوی شمېر جوړ کړي.

نوموړي د بیان د آزادۍ اصل له پامه غورځولو سره په څرګندو ټکو ویلي چې واشنګټن اوس د هغو افشا کوونکو د تعقیب بهیر پیل کړی چې خاینانه څرګندونې خپروي، او هڅه به وکړي چې هغوی ته اوږدمهاله بند سزاوې ورکړي.

د امریکا «سي‌بي‌اېس نیوز» شبکې په دې وروستیو کې د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالاتو له ایران سره د جګړې پر مهال د نړۍ په کچه د خپلو اوږد واټن ویشتونکو دقیقو توغندیو نږدې ټوله ذخیره مصرف کړې، چې په ځانګړي ډول د «اټاکمز» (ATACMS) توغندیو ټوله موجودي یې مصرف کړې ده.

تر دې مخکې «سي‌اېن‌اېن» هم د باخبره سرچینو په حواله ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې د امریکا پوځ د ټاډ دفاعي سیستم شاوخوا ۸۰ سلنه توغندي او د پېټریوټ توغندیو نږدې نیمايي مصرف کړي دي.