څنګه د ټرمپ د ملاتړو ائتلاف د ړنګېدو په حال کې دی؟
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
پارس ټوډی – د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د تازه ملي نظرپوښتنو له مخې د رایهورکوونکو شاوخوا یوې درېیمې برخې ته راټیټ شوی؛ هغه کچه چې د نوموړي د ولسمشرۍ د دویمې دورې تر ټولو ټیټه د ملاتړ کچه بلل کېږي او د کانګرس د منځدورې ټاکنو په درشل کې یې د جمهوريغوښتونکو لپاره د خطر زنګ وهلی دی.
په امریکا کې نن د نظرپوښتنو په پایلو کې څه چې لیدل کېږي، یوازې د یوه ولسمشر د محبوبیت کمېدل نه دي؛ بلکې د هغو سیاسي ملاتړ کوونکو د ائتلاف د کمزورۍ نښه هم ده چې ډونالډ ټرمپ پرې تکیه وکړه او وتوانېد د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې بېرته سپینې ماڼۍ ته ورسېږي.
په هغه وخت کې ډېرو شنونکو په امریکا کې د یوه «سیاسي بیا تنظیم» د رامنځته کېدو خبره کوله. ټاکل شوې وه چې دغه تنظیم بیا جمهوريغوښتونکي ګوند له هغه ګوند څخه چې تر ډېره د محافظهکارو سپینپوستو پر رایو متکي و، په یوه پراخ ائتلاف بدل کړي؛ داسې ائتلاف چې ځوانان، لاتینتباره وګړي او د کارګرې طبقې یوه برخه هم پکې شامله وي.
خو له دوو کلونو هم په کم وخت کې شواهد ښيي چې دغه لاستهراوړنه تر یوه جوړښتي بدلون ډېره، د اقتصاد د لنډمهاله شرایطو او له تېر حکومت څخه د خلکو د نارضایتۍ پایله وه.
په ۲۰۲۴ کال کې د ټرمپ د بریا راز د هغه په شخصي محبوبیت کې نه، بلکې د انفلاسیون، د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي او د جو بایډن د حکومت د اقتصادي عملکرد په اړه د رایهورکوونکو په پراخه ناهیلۍ کې نغښتی و.
میلیونونو امریکایانو په دې هیله ټرمپ ته رایه ورکړه چې نوموړی به اقتصادي ثبات بېرته راولي، د انرژۍ بیې به راکمې کړي او د ژوند اقتصادي فشارونه کنټرول کړي. خو اوس هماغه شاخصونه چې د هغه د بریا زمینه یې برابره کړې وه، د هغه د محبوبیت د کمېدو پر تر ټولو مهم عامل بدل شوي دي.
اقتصاد تل د امریکا په ټاکنو کې تر ټولو اغېزناک موضوع پاتې شوې ده. کله چې رایهورکوونکي احساس کړي چې د دوی د پېرلو ځواک کم شوی، ګوندي وفاداري هم کمزورېږي.
د اقتصاد د مدیریت په برخه کې په نظرپوښتنو کې د جمهوريغوښتونکو د دریځ کمېدل له همدې اړخه اهمیت لري. د نږدې یوې لسیزې په موده کې د لومړي ځل لپاره د امریکا د عامه افکارو یوه برخه د اقتصاد په مدیریت کې ډیموکراتان تر جمهوريغوښتونکو وړ بولي. دا بدلون ښيي چې د ټرمپ تر ټولو مهمه ټاکنیزه برتري د له منځه تلو په حال کې ده.
د اقتصاد ترڅنګ، د ټرمپ د ملاتړو ټولنیز جوړښت هم د بدلون په حال کې دی. هغه ځوانان چې په ۲۰۲۴ کال کې د اقتصادي وضعیت له نارضایتۍ سره د جمهوريغوښتونکو پر لوري مایل شوي وو، اوس له ټرمپ حکومت سره تر ټولو ډېره فاصله لري.
د اجرائیه قوې د واکونو زیاتول، تهاجمي کورنۍ او بهرنۍ سیاستونه او د راتلونکي اقتصادي وضعیت په اړه د ناڅرګندتیا احساس د دې لامل شوي چې دغه ډله یو ځل بیا له جمهوريغوښتونکو څخه واټن واخلي.
ورته بهیر د لاتینتبارو او د ځینو نژادي لږکیو ترمنځ هم لیدل کېږي. دغو ډلو په تېرو ټاکنو کې د جمهوريغوښتونکو د رایو د بنسټ په پراخولو کې مهم رول درلود، خو نوې نظرپوښتنې ښيي چې له ټرمپ څخه د هغوی ملاتړ په څرګند ډول کم شوی دی.
دغه بدلون ځکه اهمیت لري چې جمهوريغوښتونکو په ۲۰۲۴ کال کې توانېدلي وو د ډیموکراتانو له تاریخي مهمو ټاکنیزو برتریو څخه یوه، یعنې د لږکیو د رایو نسبي انحصار، تر یوه بریده مات کړي.
که دغه بهیر بېرته معکوس شي، د راتلونکو ټاکنو لپاره د دغه ائتلاف بیا جوړول به ډېر ستونزمن وي.
په دې منځ کې بهرنی سیاست هم د عامه افکارو پر یوه اغېزناک عامل بدل شوی دی. له ایران سره د امریکا د پوځي ښکېلتیا له امله د لګښتونو زیاتوالی، د انرژۍ د بیو لوړوالی او د نړیوالو بحرانونو د پراخېدو په اړه اندېښنې د رایهورکوونکو یوه برخه د سپینې ماڼۍ د پرېکړو پر وړاندې بدګومانه کړې ده.
د امریکا سیاسي تجربې ښودلې چې هر کله بهرني جنګونه په مستقیم ډول د کورنیو پر اقتصادي وضعیت اغېز وکړي، سیاسي بیه یې د واکمن ولسمشر پر غاړه پرېوځي؛ هغه تګلاره چې له ویتنام څخه تر عراق پورې څو ځله تکرار شوې ده.
د دغو نظرپوښتنو په وړاندې د ټرمپ غبرګون هم د وضعیت حساسیت څرګندوي. نوموړي د تېر په څېر د نظرپوښتنو پایلې «جعلي» بللې او رسنۍ یې د عامه افکارو په لاسوهنه تورنې کړې دي.
خو واقعیت دا دی چې کله څو معتبرې ادارې د بېلابېلو طریقو په کارولو سره ورته پایلو ته رسېږي، نو بیا ټولې دغه پایلې رسنیزو عملیاتو ته نه شي منسوبېدای. مهمه خبره د څو نظرپوښتنو ګډې پایلې دي؛ هغه پایلې چې د عامه باور د کمېدو ښکارندويي کوي.
البته دغه بدلونونه په دې معنا نه دي چې ډیموکراتان به په منځدوره ټاکنو کې حتمي بریا ترلاسه کړي. د امریکا د ټاکنو جوړښت، په محدودو انتخاباتي حوزو کې سیالي او د ټاکنیز کالج سیستم تل د ناڅاپي پایلو امکان ساتي.
خو تاریخي تجربه ښيي چې هغه ولسمشران چې د منځدورې ټاکنو پر مهال د شاوخوا یوې درېیمې برخې محبوبیت له کچې سره ټاکنو ته داخل شوي، معمولاً د خپل ګوند د پام وړ شمېر څوکۍ یې له لاسه ورکړې دي.
له همدې امله، اصلي مسئله یوازې د ټرمپ د محبوبیت د څو سلنه ټیټېدو موضوع نه ده؛ بلکې د هغه ائتلاف د سیاسي پانګې کمزوري کېدل دي چې جمهوريغوښتونکو هغه د امریکا په سیاست کې د یوه نوي پړاو پیل باله.
که ځوانان، لږکي او د کارګرې طبقې خلک یو ځل بیا له دغه ګوند څخه واټن واخلي، نو د «لوی سیاسي بیا تنظیم» روایت به خپل ځای بل روایت ته پرېږدي؛ هغه دا چې د ۲۰۲۴ کال بریا د نوي نظم پیل نه، بلکې د تېرې دورې د اقتصادي بحران په وړاندې یو لنډمهاله غبرګون و.
هغه غبرګون چې اوس د اقتصادي او سیاسي واقعیتونو تر فشار لاندې، په چټکۍ سره د ړنګېدو په حال کې دی.