تفسیر ــ له ایران سره د جګړې د دوام د پایلو په اړه د پنټاګون محرمانه خبرداری
پارس ټوډې ــ واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې پنټاګون له ایران سره د جګړې د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د پراخو عملیاتو دوام د نړۍ په نورو سیمو کې د امریکا د پوځي وړتیاوو د کمزوري کېدو له خطر سره مل دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د واشنګټن پوسټ په یوه نوي راپور کې د پنټاګون د یوې محرمانه ارزونې پر بنسټ، له ایران سره د جګړې د دوام د ډېرو درنو لګښتونو په اړه خبرداری ورکړی شوی دی.
د دغه محرمانه سند پر بنسټ چې د اګست د ۱۴مې په نسخه کې «د جګړې د وزیر د امرونو په کتاب» Secretary of War Orders Book کې درج شوی، د امریکا د وسلهوالو ځواکونو یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو د جګړې وزیر پیت هګست ته خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو دوام نه یوازې «د زغملو وړ نه» او «ناپایدار» شوی، بلکې د نړۍ په نورو سیمو کې د ګواښونو پر وړاندې د امریکا د مقابلې وړتیا، حتی د خپلې خاورې د دفاع وړتیا، په جدي ډول کمزورې کوي.
دغه خبرداری چې د یوه طبقهبندي شوي سند په بڼه د امریکا تر ټولو لوړ دفاعي مقام ته وړاندې شوی، د تهران پر وړاندې د فشار د دوام لپاره د سپینې ماڼۍ د سیاسي غوښتنې او د پوځي قوماندانانو د هغو واقعي ارزونو ترمنځ د ژور اختلاف غمازي کوي چې د امریکا د پوځ د کمزورې شوې وړتیا په اړه یې لري.
له میاشتو راهیسې په لوېدیځه اسیا کې د امریکايي ځواکونو پرلهپسې ځای پر ځای کېدو د دغه هېواد ستراتیژیکې زېرمې په بېلابېلو برخو کې کمې کړې دي. د دې ارزونې له مخې، د میاشتو دوامدارو عملیاتو د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او هوايي دفاعي سیسټمونو زېرمې په شدیده توګه کمې کړې او په ورته وخت کې یې په اروپا او اسیا کې پوځي چمتووالی هم له خنډ سره مخ کړی دی.
په داسې شرایطو کې چې په لوېدیځه اسیا کې د مېشتو ځینو ځواکونو ته امر شوی چې د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې په سیمه کې پاتې شي او د ځینو نورو د ځای پر ځای کېدو موده تر ۲۰۲۷ کال پورې غځول شوې، د ځمکنیو او هوايي ځواکونو قوماندانانو، سره له دې چې د دغو مودو له غځولو سره یې موافقه کړې، ټینګار کړی چې دا پرېکړه له «د پام وړ خطرونو» سره مل ده.
د امریکا سمندري ځواکونو هم لا څرګند خبرداری ورکړی چې د عملیاتو اوسنی سرعت د دوام وړ نه دی او اوس مهال د دغه هېواد یوازې شاوخوا څلورمه برخه جنګي بېړۍ د ځای پر ځای کېدو لپاره چمتو دي. دا شمېر د امریکا د پوځي ځواک په سمندري برخه کې د جدي کمزورۍ ښودنه کوي ؛ هغه برخه چې د دغه هېواد د سمندرونو هاخوا د پوځي شتون د ملا تیر بلل کېږي.
د دې بحران اړخونه یوازې په لوېدیځه اسیا او یا د تجهیزاتو په کمښت پورې محدود نه دي. په اروپا، هند ــ ارام سمندر او لاتینې امریکا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانانو خبرداری ورکړی چې له ایران سره د جګړې لوري ته د بېړیو، الوتکو، بشري ځواک او نورو پوځي امکاناتو لېږد د دوی پر جنګي چمتووالي اغېز کړی دی.
په روښانه توګه، له ایران سره جګړه یوازې یوه موازي جبهه نه ده، بلکې د هغو سرچینو لپاره یو «انحرافي مقصد» ګرځېدلی چې ټاکل شوې وه د نړۍ په نورو حساسو سیمو کې وکارول شي.
له ارام سمندر څخه لوېدیځې اسیا ته د امریکا د سمندري ځواکونو د یوازینۍ ځانګړې الوتکهوړونکې بېړۍ لېږد، چې د چین پر وړاندې د مخنیوي په ستراتیژۍ کې مهم رول لري، ښيي چې له ایران سره د فرسایشي جګړې تر سیوري لاندې د واشنګټن ستراتیژیک لومړیتوبونه په جبري توګه بدل شوي دي.
له بلې خوا، د پاتریوت توغندیو د زېرمو شدید کمښت ــ چې له ایران سره د شپږ میاشتني جنګ او اوکراین ته د پخوانیو مرستو په پایله کې رامنځته شوی ــ د جګړې د بیا پراخولو لپاره د ټرمپ وړتیا یې محدوده کړې ده ځکه چې تهران د اغېزناکو متقابلو بریدونو وړتیا ثابته کړې ده.
ښايي د دې محرمانه خبرداري تر ټولو مهم اړخ د لوړپوړو قوماندانانو له خوا د مأموریتونو د غځولو ښکاره مخالفت وي.
داسې ښکاري چې د پنټاګون دغه محرمانه خبرداری د امریکا پر وړاندې د یوه ستراتیژیک معما روښانه انځور وړاندې کوي او هغه دا چې: له ایران سره د جګړې دوام د نورو جبهو د تشولو او د چین او روسیې په څېر د جدي ګواښونو پر وړاندې د پوځي چمتووالي د کمزوري کېدو په معنا دی؛ خو د عملیاتو درول یا کمول ښايي له سیاسي پلوه د تهران پر وړاندې د شاتګ په توګه تعبیر شي.
دغه محرمانه سند هغه واټن هم څرګندوي چې د ټرمپ د سیاسي هلوځلو او د امریکا د واقعي پوځي وړتیاوو ترمنځ ورځ تر بلې پراخېږي؛ داسې واټن چې که ډک نه شي، نه یوازې له ایران سره د جګړې راتلونکی، بلکې د امریکا نړیوال دریځ به هم له جدي خطر سره مخ کړي.
لوړپوړو قوماندانانو په دغه څرګند خبرداري سره خپله سره کرښه ټاکلې ده: د امریکا پوځ نور دا توان نه لري چې په یوه جبهه کې د لګښتونو د دوام لپاره نورې ټولې جبهې پرېږدي.
*/*/*/*