فرانسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاویز مشري په غاړه واخیسته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177502-فرانسه_د_ملګرو_ملتونو_د_امنیت_شورا_پړاویز_مشري_په_غاړه_واخیسته
پارس تودی- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاویزي مشري د اګست په میاشت کې له ډنمارک سره وه، چې د سپټمبر له لومړۍ، یعنې نن سه‌شنبې، به فرانسې ته ور ورسیږي.
(last modified 2026-09-01T07:20:33+00:00 )
Sep 01, 2026 11:47 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازی
    په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازی

پارس تودی- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاویزي مشري د اګست په میاشت کې له ډنمارک سره وه، چې د سپټمبر له لومړۍ، یعنې نن سه‌شنبې، به فرانسې ته ور ورسیږي.

د پارس تودی له راپور سره سم، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه کلنۍ غونډه هم په همدې میاشت کې د نړۍ د مشرانو په ګډون ترسره شي.

د امنیت شورا مشري پړاویزه ده او موده یې یوه میاشته وي. د هر هېواد د استازولۍ مشر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رئیس په توګه پېژندل کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې پنځه یې، امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه او چین، دایمي غړي دي او د ویټو حق لري؛ ۱۰ نور غړي یې غیر دایمي دي.

د دې شورا اساسي دنده د نړیوالې سولې او امنیت ساتل دي، خو د ځینو غړو د یو اړخیزپالنې له امله له خپلې اصلي دندې لرې شوې او په ګڼو مواردو کې ناکاره پاتې شوې ده.