صهیونیسټ رژیم ته د جرمني لخوا د اته سوه میلیونه یورو په اندازه د وسلو صادرات
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177594-صهیونیسټ_رژیم_ته_د_جرمني_لخوا_د_اته_سوه_میلیونه_یورو_په_اندازه_د_وسلو_صادرات
پارس ټوډې- جرمني د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کښې صهیونیسټ رژیم ته د کابو اته سوه میلیونه یورو په ارزښت چې نهه سوه دیرش میلیونه ډالره کیږي د پوځي تجهیزاتو د صادرولو لایسنسونه صادر کړي دي.
(last modified 2026-09-03T07:29:27+00:00 )
Sep 03, 2026 11:56 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم ته د جرمني لخوا د اته سوه میلیونه یورو په اندازه د وسلو صادرات

پارس ټوډې- جرمني د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کښې صهیونیسټ رژیم ته د کابو اته سوه میلیونه یورو په ارزښت چې نهه سوه دیرش میلیونه ډالره کیږي د پوځي تجهیزاتو د صادرولو لایسنسونه صادر کړي دي.

پارس ټوډې سایت د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د جرمني د اقتصاد او د انرژۍ وزارت وویل دغه هیواد د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې اسرائیلو ته د کابو اته سوه میلیونه یورو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د صادرولو لایسنسونه صادر کړي دي.

پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د جرمني د اقتصاد او د انرژۍ وزارت وویل دغه هیواد د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې اسرائیلو ته د کابو اته سوه میلیونه یورو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د صادراتو لایسنسونه صادر کړي دي.

د جرمني شپیګل مجلې د راپور پراساس له جنورۍ میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې د صادرو شویو لایسنسونو ارزښت په تیر میلادي کال کښې اسرائیلو ته د صادرو شویو لایسنسونو د ارزښت د ټولګې څلور برابره دی.

د وسلو د صادرولو دغه زیاتیدل وروسته له دي وشول چي د جرمني د صدر اعظم فریډریش مرتس حکومت د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلرویشتمه نیټه اسرائیلو ته د وسلو په صادراتو باندې لګیدلي محدودیتونه تر یوه حده لغو کړل.