چین د فلسطین دخپلواکه هیواد ملاتړ کوی
-
نړیواله ټولنه باید د فلسطین په اړه د تصویب شویو پریکړه لیکونو داجرا اقدام وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی« ماژائوشو» دامنیت شورا په غونډې کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد له جوړیدا دخپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ .
هغه د فلسطین د مسلې دحل لپاره دنړیوالې ټولنې په رغنده رول تینګار سره وویل چین دخپلواکه هیواد د لرلو لپاره دفلسطین دخلکو د حق ملاتړ کوی .
په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی ماژائوشو په دې خبرې ټینګار سره چې قدس یوه (۱)پیچلی مسله ده وویل نړیواله ټولنه باید د فلسطین په اړه د تصویب شویو پریکړه لیکونو داجرا اقدام وکړی .
هغه وویل دفلسطین په مسلې کښې ښکیلې خواوې باید له تاوتریخوالی ډډه وکړی او د ملکی خلکو ژوند ته اهمیت ورکړی .
په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی وویل نړیواله ټولنه باید دفلسطین له کډوالو سره انسانی مرستو ته دوام ورکړی او د مشکلاتو دزیاتیدا مخه ونیسی .